د متحده ایالاتو د کډوالو بنسټونو تمویل د ټرمپ له خوا په موقت ډول وځنډول شو

د هغه لیک له مخې چې رویټرز ترلاسه کړی، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په دې اونۍ کې د هغو بنسټونو تمویل وځنډاوه، چې له کډوالو سره یې د کور، دندې او نورو اړتیاوو کې مرستې کولې.

په دغه لیک کې چې د جمعې ورځې تاریخ پرې لیکل شوی، د دې پروګرامونو پورې اړوند ادارو ته لارښوونه کوي چې ټول هغه کارونه چې د ځنډول شویو فډرالي مرستو سره تړاو لري بند کړي او د امکان تر حده ډېری پاتې مسولیتونه دې لغوه کړي.

د ټرمپ د نوي اجراییوي فرمان له مخې، په اوسني ډول د کډوالو منل به «د امریکا ګټو ته زیان رسونکي وي.» دا پروګرام به د جنوري له ۲۷مې نېټې څخه د لږ تر لږه ۹۰ ورځو لپاره وځنډول شي.

په دغه فرمان کې راغلي، چې له ۹۰ ورځو وروسته به د کورني امنیت او بهرنیو چارو وزیران ټرمپ ته راپور وړاندې کړي، چې ایا د کډوالو داخلې پروګرام "د متحده ایالاتو په ګټه دی" بیا به په هرو ۹۰ ورځو کې یو راپور وړاندې شي، تر هغو چې ټرمپ پرېکړه وکړي، چې ایا دا پروګرام د متحده ایالاتو په ګټه دی او که نه.
په یاد فرمان کې راغلي:«امریکا نه شي کولی چې ډېر شمېر کډوال ومني، ځکه چې د امریکایانو ګټې باید له ګواښ سره مخ نه شي، د دوی خوندیتوب او امنیت باید وساتل شي او ډاډمن شي چې کډوال په سمه توګه په ټولنه کې مدغم شي.»

څو ورځې وړاندې امریکا ته د افغان کډوالو د لېږد د ملاتړ یو سازمان مشر ویلي و، چې د کډوالو د منلو د ځنډولو په اړه د ټرمپ حکم لږ تر لږه ۲۰۰۰ مستحق افغانان په یو نامعلوم حالت کې اچولي دي.

د متحده ایالاتو د کډوالو بنسټونو د تمویل ځنډول به د هغو کډوالو لپاره چې په دغه هېواد کې ژوند کوي، ستونزمن تمام شي.

هغوی به د کور، دندو او نورو چارو کې له ډېرو ستونزو سره مخ شي.

د امریکا د کډوالو د شورا اجراییوي رییس د تمویل ځنډول د نه منلو وړ او ظالمانه بللی او له ټرمپ څخه یې غوښتي، چې پر خپلې پرېکړې غور وکړي.

پخواني ولسمشر جو بایډن د خپلې دورې په بهیر کې ویلي و، چې له امریکا څخه بهر د ۱۰۰ زره کډوالو دوسیې ارزول شوي او د جنورۍ تر نیمایي پورې به متحده ایالاتو ته د سفر لپاره چمتو شي.

د کډوالو په تړاو د ټرمپ نوې پالیسي د دې لامل شوې، چې د ۱۶۶۰ افغانانو چې ځینې یې له امریکایي ځواکونو سره د کارکوونکو په توګه پاتې شوي و، د لېږد بهیر یې ځنډول شوی دی.