د افغانستان له جګړې د دفاع تر وزارته؛ امریکا سنا مجلس بېټ هېګسټ د دفاع وزیر په توګه ومانه
پېټ هېګسټ چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دفاع وزیر په توګه نومولی و، د امریکا د سنا مجلس له لوري یې د تایید رایې ترلاسه کړې.
د رایو شمېر۵۰ موافقې او ۵۰ مخالفې وې؛ خو د ټرمپ مرستیال «جی ډيونس» هم د تایید رایه ورکړه، چې په پایله کې هېګسټ د دې دندې لپاره وټاکل شو.
هېګسټ د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ د امریکا د ملي ګارډ ځواکونو سره افغانستان ته استول شوی و.
هغه شاوخوا لس میاشتې په کابل کې د جولیان کمپ په نوم پوځي اډه کې وخت تېر کړ. دغه اډه د ایساف ځواکونو روزنیز مرکز و او هېګسټ په کې د «بغاوت ضد» روزونکی هم و.
هېګسټ د هارورډ او پرنسټون په پوهنتونونو کې زده کړې کړې دي. هغه په افغانستان، عراق او ګوانتانامو کې د پوځ په لیکو کې بېلابېلې دندې ترسره کړي دي.
په ۲۰۱۹ کال کې هېګسټ له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتنه وکړه چې هغه امریکایي پوځیان وبخښي چې د جنګي جنایتونو په تور تورن شوي وو. هغه د دغو پوځیانو د قضیو په اړه په فاکس نیوز ټلوېزیون کې خپرونه مخته وړله او د دوی د کورنیو سره یې هم لیدنې درلودې.
د هېګسټ د هڅو په پایله کې ټرمپ هغه امریکایي پوځي ته بخښنه وکړه چې د یوه افغان د وژلو په تور محاکمه کېده او همدارنګه یې یو بل پوځي چې د دوو افغانانو د وژلو امر یې ورکړی و هم بخښلی دی.
رویټرز د دفاع وزیر په توګه د هېګسټ ټاکنه تر ټولو حیرانوونکوې پریکړوه ګڼلې ده. هېګسټ پر ناټو سختې نیوکې لري او د دغه ائتلاف متحدین یې «کمزوري» ګڼلي دي.
پېټ هېګسټ ۴۴ کلن دی. هغه په خپله وېبپاڼه کې لیکلي چې په افغانستان، عراق او ګوانتانامو کې یې دندې ترسره کړې دي.
دونالډټرمپ بیا هېګسټ یو «هوښیار او سرسخت» کس ګڼلی او ویلي یې دي: «زموږ دوښمنان دې په تیارسۍ حالت کې واوسي. د پېټ په مشرۍ به زموږ پوځ لا ځواکمن شي او امریکا به هېڅکله شاتګ ونه کړي».
هېګسټ ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د امریکا پوځ ځکه پرېښود چې دی یې د خپلو سیاسي او مذهبي نظریاتو له امله له پامه غورځولی و.