د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، د اوسپنې پټلۍ د پراختیا په اړه یې له ازبکستان سره خبرې کړي

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند وايي، چې د دغې ډلې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ برخې مرستیال ازبکستان کې د اوسپنې پټلۍ ادارې له مشر او مرستیال سره کتلي او د حیرتان - مزارشریف اوسپنې پټلۍ له لارې یې د صادراتو پر زیاتوالي او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي.

طالبانو د منځنۍ اسیا هیوادونو او په ځانګړي ډول له ازبکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې خپلې اړېکې تودې ساتلې او په دې برخو کې خپلې اړېکې پراخوي.
‏د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت محمد اشرف حق‌شناس نن جمعه د (سلواغې پنځمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې د اوسپڼۍ پټلۍ مرستیال محمد اسحاق صاحب‌زاده ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د دې تر څنګ په یوه جلا کتنه کې د ازبکستان د ټرانسپورټ له وزیر الهام محکوموف سره هم د افغان - ټرانس پروژې د عملي چارو د پیل پر څرنګوالي او د همغږۍ پر زیاتوالي خبرې کړې دي.
په تېره مرغومي میاشت کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت له پاکستاني چارواکو سره په افغانستان کې د روانو ټرانسپورټي او مخابراتي پروژو په تېره د افغان ټرانس پټلۍ پر جوړولو خبرې کړې وې.
افغان ټرانس پټلۍ د ازبکستان له ترمز ښار پیلیږي او له مزارشریف او کابل تر تېریدو وروسته پېښور ته رسیږي.
‏ افغانستان پر ازبکستان سربېره له ایران، چین او قزاقستان سره د ریل پټلۍ له لارې تګ راتګ او انتقالات لري.