ملګري ملتونه وایي چې غزه کې ۵۰ میلیونه ټُنه کثافات پراته دي چې پاکول یې ۲۱ کاله وخت نیسي

د راپورونو له مخې، ملګرو ملتونو ویلي چې په غزه کې د اسراییلي بریدونو په پایله کې د ویجاړ شویو ودانیو او نورو زیربناوو د کنډوالو د پاکولو لپاره ښايي ۲۱ کاله او ۱۲میلیارده ډالر ولګول شي. دغه سازمان وایي، په غزه کې ۵۰ میلیونه ټُنه کثافات پراته دي.

له بلې خوا په غزې تړانګه کې د اسراییل پوځ په پر له پسې توګه له اوربنده سرغړونه کوي او تېره ورځ هم د اسراییل بې پيلوټه الوتکې په رفح ښار کې ډرون ډزې کړي چې په پایله کې یې یو فلسطیني ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.

د غزې په تړانګه کې د اسراییل په جګړه کې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷ راهیسې لږ تر لږه ۴۷ زره او ۲۸۳ وژل شوي او ۱۱۱ زره او ۴۷۲ کسان ټپیان شوي دي. د حماس تر مشرۍ لاندې په همدې ورځ په اسراییل کې لږ تر لږه ۱۱۳۹کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ډېر یرغمل شوي دي.