ناڅرګندو وسله والو ډېره اسماعیل خان کې د شعیهمذهبو عبادت ځای په بمونو الوځولی
له سیمې څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې تېره شپه د خیبرپښتونخوا ایالت په دېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسله والو د شعیهمذهبو یو عبادت ځای په بمونو الوځولی دی. په دغې ولسوالۍ کې ټي ټي پي ډېر فعالیتونه لري.
د خیبرپښتونخوا ایالت د دېره اسماعیل خان ولسوالۍ له کلاچۍ سیمې څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې تېره شپه په دغې ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسله والو د شعیهګانو یو عبادت ځای په بمونو الوځولی دی.
سرچینې وايي، چې تر دې وړاندې یوې ډلې وسله والو په دغې سیمه کې شعیهمذهبو ته ګواښ کړی وو، چې دغه عبادت ځای وتړي او دغلته دا ډول عبادت ونه کړي.
ویل کیږي، په یاده پېښه کې دغه عبادت ځای په بشپړ ډول ړنګ شوی او نور د عبادت کولو جوګه نه دی.
په پاکستان کې په دې وروستیو کې فرقه يي تاوتریخوالی ډېر شوی، او له تېرو اتو میاشتو راهیسې د پښتونخوا په کورمه کې د د شعیه او سني مذهبو فرقه یي جګړو له امله سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په میلیاردونو کلدارې مالي زیان یې اړولی دی.