تحریک انصاف ګوند د مذاکراتو په څلورم پړوا کې برخه نه اخلي
![](/_next/image?url=https%3A%2F%2Fi.afintl.com%2Fimages%2Frdk9umy0%2Fproduction%2F9cc8c39e726e5b73b88f1d1b297da5996b96d965-800x480.jpg%3Frect%3D0%2C15%2C800%2C450%26w%3D992%26h%3D558%26fit%3Dcrop%26auto%3Dformat&w=2048&q=75)
د تحریک انصاف ګوند د مذاکراتي کمېټې غړي عمر ایوب ویلي، چې د تحریک انصاف مذاکراتي کمېټې پرېکړه کړې، چې د مذاکراتو په څلورم پړاو کې برخه نه اخلي.
هغه د چهارشنبې په ورځ د ايډیالا زندان مخکې رسنیو ته وويل، چې د خبرو اترو د څلورم پړاو څخه مخکې د قضايي کمېسيون جوړول ضروري دي او تر هغه چې قضايي کمېسيون جوړ نه شي، دوی به د مذاکراتو په څلورم پړاو کې ګډون ونه کړي.
پاکستاني رسنۍ جیو نیوز د نوموړي له قوله راپور ورکړی، چې د تحریک انصاف د بنسټګر همدا لارښود دی، «که حکومت قضايي کمېسیون جوړ نه کړي، نو مذاکرات هېڅ معنا نه لري، نو موږ به د حکومت سره د خبرو اترو په څلورم پړاو کې ګډون ونه کړو.»
له بلې خوا، د حکومت د مذاکراتي کمېټې غړي عرفان صدیقي ویلي، چې د قضايي کمېسیون د جوړولو یا نه جوړولو په اړه لا تر اوسه پرېکړه نه ده شوې.
هغه وويل، چې د پي ټي ای د مذاکراتي ټیم سره څلورمه ګډه غونډه به د جنوري په ۲۸مه ترسره شي.
د پاکستان حکومت او پي ټي ای تر منځ درېیم پړاو مذاکراتو کې دغه ګوند غوښتنه کړې، چې د دوی د پلویانو د لاریون پرمهال د لاریونوالو پر وړاندې د زور زياتي پېښو پلټنه دې وشي.
په لیکل شویو وړاندیزونو کې راغلي، چې د مرکزي او پنجاب حکومتونو په ګډون دې د سند او بلوچستان حکومتونه باید د ټولو سياسي بنديانو د ضمانت يا سزا ځنډولو په اړه پرېکړه وکړي.