سرچېنې: په تخار کې یو چینایي وګړی د نا پیژانده وسله والو له خوا وژل شوی دی
له تخار ولایت څخه ځینې سرچېنې وایي چې دغه چینایي وګړی د سې شنبې په ماښام د (سلواغې په دویمه) نېټه په هغه برید کې وژل شوی چې د دوی د سپرلۍ پر موټر د تخار ولایت د خواجه بها الدین ولسوالۍ په کتکجر سیمه کې تر سره شو.
د سرچینو په وینا، د دغه کس موټر چلوونکی او ژباړن له سیمې تښتېدلي او د طالبانو پوستې ته یې ځان رسولی.
د طالبانو سیمه ییزو چارواکو هم د دغه چینایي وګړي د وژل کېدو پخلی کړی دی.
په تخار ولایت کې د طالبانو د پولیسو ویاند د دغه چینایي وګړي نوم «لي» یاد کړی دی.
په تخار ړلایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اکبر حقان په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه چینایي وګړي « تېره شپه پرته له دې چې د چینایي دفتر او امنیتي مسوولین خبر کړي د خپل ژباړن سره یو نامعلومه ځای ته د تګ تکل لاره ؛ خو له بده مرغه د دغه ولایت د دشت قلعه سیمه کې د ناپیېژاندو کسانو لخوا ووژل شو.»
خو سیمه ییزې سرچینې وایي، چې دغه پېښه د خواجه بهاالدین ولسوالۍ د کتکجر سییمې کې شوې ده.
طالبانو ویلي، چې د دغې پېښې اړوند یې څېړنې پیل کړې دي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو د دغه چینایي وګړي ژباړن او موټر چلوونکی تر څېړنو ګروېږنو لاندې نیولي دي.
د سرچینو په وینا، دغه چینایي وګړي د کان کېندنې په برخه کې کار کاوه.
له هغه مهاله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، نو ګڼو چینایانو دغه هېواد ته مخه کړې چې تر ډېره یې د دغه هېواد د کانونو په سپړلو او را ایستلو کې پانګونې هم کړې دي.