ټرمپ درې میاشتو لپاره د کډوالو د منلو پروګرامونه ځنډولي دي
د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا دغه نوي فرمان ګڼ افغانان اندېښمن کړي او د یو بې برخلیکه حالت سره یې مخامخ کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو نوي فرمان له مخې د امریکا د کډوالو د منلو پروګرام لږ تر لږه د راتلونکو درې میاشتو لپاره وځنډاوه. سپینې ماڼۍ ویلي، د دې پروګرام بیا پیل به هغه وخت کېږي چې د کډوالو راتګ د امریکا له ملي ګټو سره سمون وخوري.
په هغه فرمان کې چې د سپینې ماڼۍ له خوا د دوشنبې په ورځ خپور شوی په کې ویل شوی چې د امریکایي وګړو د سرچینو د کمیدو او همدا راز د دوی د امنیت د تضمین له کبله د ډېر شمېر کډوالو د منلو وړتیا نه لري.
په فرمان کې راغلي: "دا پروګرام به تر هغه وخته وځنډېږي چې امریکا ته د کډوالو راوستنه د امریکا له ګټو سره برابره وي".
د سپینې ماڼۍ په وینا، دغه بندیز به د جنورۍ ۲۷مه ۲۰۲۵ (د سلواغې۸مه ۱۴۰۳) نېټې څخه د کډوالو اړوند پر ټولو پروګرامونو پلی کېږي.
په یاد فرمان کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزیران به په راتلونکو دریو میاشتو کې د کډوالۍ اړوند پروګرامونه د امریکا د ملي امنیت او ګټو په نظر کې نیولو سره څېړي او بیا به یې په تړاو ټرمپ ته راپور ورکوي.
په فرمان کې دا هم راغلي کله چې یاد وزیران کولای شي په استثنایي توګه د کډوالۍ دغه پروګرام ته ځینې کسان ومني.
په دې تړاو خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي: "هغه کسان چې په استثنايي توګه منل کېږي، باید د امریکا ملي ګټو ته ژمن وي او د امریکاامنیت ته هم باید ګواښ نه وي.
سپینې ماڼۍ زیاته کړې چې د دې پروګرام د بیا پیلېدو پرېکړه به د اړوندو وزیرانو د ارزونې پر بنسټ کېږي.
د افغان پناه غوښتونکو اندیښنې
د امریکا د کډوالو منلو پروګرام هغه پروګرام دی چې له ۱۹۸۰ کال راهیسې د نورو هېوادونو کډوال مني.
له افغانستانه د امریکا د ځواکونو تر وتلو وروسته د امریکا د بهرنیوچارو وزارت زرګونه افغانان، چې په خپل هېواد کې یې ژوند له ګواښ سره مخ و، په دې پروګرام کې شامل کړل چې امریکا ته ولېږدول شي.
د راپورونو له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې، شاوخوا ۱۸۰ زره افغانان د دې پروګرام له لارې امریکا ته تللي دي؛ خو لسګونه زره نور افغانان لا هم په پاکستان، جرمني، ترکیې او نورو هېوادونو کې د بې برخلیکۍ په حالت کې میشت دي.
د ټرمپ له لوري د دغه پروګرام ځنډ به د هغو افغان کډوالو لپاره لا ډېرې ستونزې پیدا کړي، چې په پاکستان کې د سختو شرایطو لاندې ژوند کوي.
په پاکستان کې د امریکا کډوالۍ ته په تمه افغانانو ستونزې
په پاکستان کې مېشت زرګونه افغان کډوال چې د امریکا له لوري یې د کډوالۍ اړوند ټولې چارې بشپړې شوي یوازې دغه هېواد د الوتنو د چمتو کیدو لپاره په تمه دي. په دغو افغانانو کې هغه کسان هم شامل دي چې وار دمخه یې امریکا ته د تګ لپاره د الوتنو نیټې هم څرګندې شوي؛ خو د ټرمپ تازه فرمان ورته ګڼې اندیښنې پیدا کړي دي.
په اسلام اباد کې مېشت وحیدالله په نوم یو افغان چې په راتلونکې فبرورۍ میاشت کې یې د امریکا هېواد ته د تګ نېټه ترلاسه کړې له سختو اندېښنو سره مخ دی. هغه وایي، هغه په افغانستان کې له یوې امریکایي ادارې سره کار کاوه، خو اوس د ټرمپ د نوې پرېکړې له مخې یې ژوند یې یو ځل بیا له ګواښ سره مخ شوی دی.
په ورته مهال په پاکستان کې د پولیسو له لوري د افغانانو د نیول کیدو لړۍ هم روانه ده او د امریکا له پخوانیو همکارانو سره وېره دا ده چې که په دغو عملیاتو کې افغانان ونیول شي او افغانستان ته ولېږل شي ؛نو له مرګونو ګواښونو سره به مخ شي.
د احمد ولي په نوم یو بل افغان او د هغه کورنۍ چې د امریکا د کډوالۍ پروسه یې بشپړه کړې سخت اندېښمن دي.
د دوی پاکستانۍ ویزې هم له وخته تېرې شوي او د پولیسو له وېرې له کوره دباندې هم نه ګرځي او د ټرمپ له لوري دغه تازه فرمان یې د رواني نارامۍ سبب ګرځیدلی دی.
هغه وویل: « له سهار وختي مې چې د ټرمپ د دغه فرمان په اړه اوریدلي روحي حالت مې خراب شوی، ان کور کې مې مېرمن او اولادونه هم خفه دي او یو بې برخلیکه راتلونکي سره مخ یو».
په ورته مهال په متحده ایالاتونو کې د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالانو او وکیلانو د ټرمپ پر دغه فرمان توندې نیوکې کړي او دا یې غېر انساني پرېکړه بللې ده. له ټرمپ غوښتنې شوي چې د افغان کډوالو په اړه په دغه بندیزونو کې له معافیت څخه کار واخلي او د دوی د کډوالۍ پروسه دې روانه وساتي.