علي امین ګنډاپور: د افغانستان ستونزه يوازې د خبرو اترو له لارې هوارېږي
د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور وایي، د افغانستان ستونزه يوازې د خبرو اترو له لارې هوارېدای شي. نوموړي په ډېره اسماعيل خان کې له رسنیو سره په خبرو کې یو وار بیا له افغان طالبانو سره د مذاکراتو خبره کړې ده.
هغه ویلي، چې مرکزي حكومت افغانستان سره په خبرو اترو كې بريالي نه شو، «زه به ډېر ژر خپل ایالتي پلاوی افغانستان ته واستوم.»
هغه زیاته کړې:« زه به له افغانستان سره خبرې وکړم، یو پلاوی به ور واستوم، ستونزه به حل کړم.»
د هغه په وینا، په دوو اوونيو کې به د خبرو لپاره يو پلاوى افغانستان ته ولاړ شي، په دغه پلاوي کې به د ټولو قومونو مشران شامل وي.
نوموړي تر دې وړاندې هم له افغان طالبانو سره د مذاکراتو خبره کړې وه.
خو د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف بیا ویلي و، چې د ګنډاپور خبرې د طالبانو سره د پاکستان د تجزیې معنا لري.
د خواجه اصف په وینا، هېڅ ایالت د بهرني هېواد سره د خبرو اترو واک نه لري.
له بل پلوه د طالبانو حکومت له پاکستاني چارواکو سره په پټو ناستو کې منلې، چې « ټيټيپي» یوه ستونزه ده؛ خو له دې ډلې سره یې د سخت چلند پرځای د خبرو اترو وړاندیز کړی دی.
پاکستان طالبانو ته بیا په ډاګه کړې، چې دوی د خبرو اترو انتخاب ختم کړی او کابل ته یې د دغې ستونزې د حل لپاره کافي وخت ورکړی و.