پر سیف علي خان د چاقو د برید شکمن کس نیول شوی دی
د هندي سینما (بالیووډ) پر فلمي ستوري سیف علي خان د چاقو د برید شکمن کس نیول شوی دی.
نیول شوی کس اکاش کنوجیا نومېږي، چې ۳۱ کاله عمر لري.
هندي رسنۍ وايي، چې پر سیف علي خان له برید وروسته یاد تورن کس په تېښته و او د ممبيي په شاوخوا کې یې له داسې لارو چارو کار اخیسته چې څوک یې ونه پېژني.
د رسنیو د راپورونو له مخې، په سیف علي خان له برید شپږ ساعته وروسته تورن کس د سهار شاوخوا نهه بجې په دادر کې له یوه پلورنځي څخه هېډفونونه اخیستل، چې سي سي کېمرو را اخیستی وو او وروسته په چتیس ګړ کې د هند اورګاډو پولیسو له خوا داسې مهال ونیول شو، چې په رېل ګاډي کې یې سفر کاوه.
د هند د چتیس ګړ ایالت د درګ اورګاډي سټیشن کې د اورګاډي د ساتنې ځواک چارواکو وویل، چې تورن د ګرځنده ټلیفون په مرسته نیول شوی.
د پولیسو په وینا، د ممبيي پولیسو د تورن کس انځور د کارونې ګرځنده ټلیفون او د هغه د ټاور ځای په نښه کړی وو او دوی ته خبر ورکړل شوی وو، چې تورن په ګنشواري اېکسپرېس کې د سفر پر مهال دی.
د اورګاډي د ساتنې پولیسو ویلي، چې تورن کس د رېل ګاډي د سفر لپاره ټيکټ هم نه وو اخیستی او ویلي یې وو، چې نوموړی د ممبیي اوسېدونکی دی.
دوی زیاتوي، چې یاد کس د ممبیي پولیسو لخوا تورن تایید شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې د تېرې چهارشنبې او پنجشنبې تر منځ د شپې شاوخوا درې بجې په ممبیي ښار کې د سيف علي خان په بندرا کور کې د غلا هڅه شوې وه.
دغه فلمي ستوري له غلو سره د سخت کش مکش نه وروسته بریالی شو، چې د غلا هڅه ناکامه کړي.
په دغه کش مکش کې د هندي سینما ستوری سیف علي خان شپږ ځایه په چړو وهل شوی، چې دوه ټپونه یې خورا ژور دي.