د جماعت اسلامي ګوند مشر د عمران خان په ګډون د ټولو سیاسي بندیانو د خلاصون غوښتنه کړې ده

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر حافظ نعيم الرحمان د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان پر ضد د محکمې تازه پرېکړې سياسي بللې او د هغه د خوشې کولو غوښتنه يې کړې ده. پاکستان کې یوې محکمې عمران په ۱۴ کاله بند محکوم کړی.

نوموړي په کراچۍ کې له رسنیو سره د خبرو پرمهال ویلي، چې د عمران خان په ضد د محکمې تازه پرېکړې سياسي دي؛ که چېرې دغه پرېکړې سياسي نه وې، نو نواز شريف، شهباز شريف او زرداري به هم په زندان کې وو.
حافظ نعيم الرحمان غوښتنه کړې، چې د پي ټي ای د مشر په ګډون دې ټول سياسي بنديان خوشې کړل شي.
له بل پلوه د پاکستان حکومت او د تحریک انصاف د مذاکراتي کمیټو ترمنځ د خبرو اترو درېیم پړاو روان دی.
د دغو خبرو درېیم پړاو د تېرې اوونۍ په وروستۍ ورځ پیل شو.
هاخوا د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار بیرسټر سیف وايي، داسې څېرې رامخکې شوې دي چې په پاکستان کې سياسي ثبات نه غواړي.
هغه وایي، تحریک انصاف هېواد کې د امن لپاره مذاکرات کوي؛ وزيران باید په خپلو ژمنو ودرېږي او د پي ټي ای په لیدنو او کتنو دې سياست نه کوي.
هفه وایي، داسې راپورونه لاس په لاس کېږي چې نواز شريف د مذاكراتو د ناکامولو لپاره خپلې ډلې ته یو څه سپارښتنې کړې دي.