ضیا سراج: د طالبانو ترمنځ اختلافات د القاعده شبکې له لوري‌ مدیریت کېږي

د جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس ضیا سراج تازه د طالبانو او القاعده شبکې ترمنځ د ځینو مهمو اړیکو او همکاریو څخه پرده پورته کړې ده.

هغه د ځینو خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې القاعده شبکه د طالبانو د رهبرۍ په کچه د رامنځته کیدونکو اختلافاتو مدیریت کوي‌ او نه پرېږدي چې دغه مخالفتونه دا ډله سره وپاشي.
د ملي امنیت دغه پخواني رییس ویلي، داسې اطلاعات لري چې د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن په افغانستان کې دی او ښايي په پنجشیر یا هم کندهار ولایت کې وي. د هغه په خبره، القاعده شبکه د طالبانو د رهبرۍ د مدیریت په برخه کې ځانګړی رول لري.
هغه زیاته کړې چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ شته اختلافات هم د القاعده شبکې له لوري‌ مدیریت کېږي او القاعده نه غواړي‌ چې دغه اختلافات ډېر ښکاره شي یا هم د طالبانو د پاشل کیدو سبب وګرځي.
ښاغلی سراج وایي چې د طالبانو د رهبرۍ په کچه قومي او مذهبي تربګنۍ تر بل هر وخت ډېرې شوي؛ خو القاعده شبکې یې په مدیریت کې ځانګړی رول لوبولی دی.
هغه همدا راز اشاره وکړه چې د طالبانو ترمنځ د واک د وېش پر سر هم ژور مخالفتونه پخپل ځای پاتې دي.
د ضیا سراج په وینا؛ د دغو اختلافاتو په لړ کې طالبانو ته د القاعده شبکې پیغام دغه وي چې د دوی د فعالیتونو د پراخیدو لپاره یو ښه فرصت په لاس ورغلی او باید د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره ترې په سمه توګه ګټه واخلي.
هغه ویلي، چې د القاعدې شبکه اوس مهال افغانستان ته د خپلې سوق او ادارې په سترګه ګوري او د خپلو سټراټېژیکو موخو د لاسته راوړلو لپاره نه غواړي چې دغه ځای له لاسه ورکړي.
هغه زیاته کړې چې لوېدیځ او مریکا اوس مهال په افغانستان کې د القاعده شبکې له فعالیتونو څخه خبر دي او کافي ثبوتونه هم لري؛ خو تر هغې پورې چې په مستقیمه توګه یې ورته کوم ګواښ نه وي پېښ کړی، غواړي له لرې څخه د دوی د فعالیتونو مخنېوی مدیریت کړي.
د ضیا سراج په باور د طالبانو له واک څخه په تللو داسې باور لري لکه هرې شپې پسې چې ورځ راځي؛ خو دا معلومه نه ده چې شپه به څومره اوږده وي.
تر دې دمخه هم داسې اندېښنې شریکې شوې وې چې ګني د طالبانو له لوري‌ په افغانستان کې د القاعده شبکې غړو او لوړ پوړو چارواکو لپاره پټنځایونه ورکړي دي. دا اندېښنې او شکونه هغه وخت پر حقیقت بدل شول چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې د امریکا له لوري په یوه هوایي برید کې ووژل شو.
د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو لومړی ځل واکمني‌ د امریکا له لوري له دې کبله ړنګه شوې وه چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادنه او د هغه د ترهګرې ډلې غړو ته طالبانو په افغانستان کې پټنځایونه ورکړي وو.