خلیلزاد: مسکو په اوکراین کې له سترو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، د ایران دفاع به و نه شي کړای

د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د روسیې او ایران ترمنځ ستراتیژیک تړون ته په غبرګون کې ویلي: «مسکو په اوکراین کې له سترو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی، د ایران دفاع به و نه شي کړای.»

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه ایراني سیال مسعود پزشکیان تېره ورځ د پراخو همکاریو تړون لاسلیک کړ، چې د لوېدیځو هېوادونو د بندیزونو سره په مبارزه کې د دغه هېوادونو اړیکې پیاوړې کوي.
زلمي خلیلزاد په خپل اېکس کې د دغه تړون په اړه لیکلي، چې د مدیترانې پر لور د ایران ځمکنۍ لار نور بنده شوه.
نوموړی زیاتوي: « د روسیې او ایران د شل کلن تړون لاسلیکول معما ده، په سوریه کې د ایران او روسیې ترمنځ همکارۍ د بشارالاسد ظالم رژیم و نه شو ژغورلی او دا د ایران یوه مهمه ستراتیژیکه ګټه وه. په حقیقت کې ډیری ایراني چارواکي روسیه تورنوي، چې له ترکیې سره یې معامله کړې ده. که داسې وي، روسیې اجازه ورکړه چې ایران ته ستراتیژیک زیان ورسوي».
نوموړی زیاتوي، که ایران تمه لري چې د خپل کمزوري هوایي دفاع لپاره به له روسیې د وسلو سیسټمونه ترلاسه کړي، نو د دې لپاره اړتیا نه وه. چې دا تړون لاسلیک شي.
کرملین د دغه تړون په اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې روسیې او ایران موافقه وکړه چې د ګډو "امنیتي ګواښونو" په وړاندې مبارزه کې به یو بل سره مرسته وکړي.
دوی دا هم ومنله، چې که دواړه لوري له تېري سره مخ شي، بل به "د تېري کونکي سره مرسته نه کوي".
یاده دې وي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه ایراني سیال مسعود پزشکیان چې په کریملین کې یې په ګډه دغه تړون لاسلیک کړ، دواړو دغه هوکړه د خپلو اړیکو د نوي فصل په توګه یاده کړه.