اروپایي ټولنې د افغان کډوالو د ملاتړ په موخه ۳۶ ملیونه یورو مرسته کړې

د دغې مرستې تړون د جمعې په ورځ د (مرغومي په ۲۸مه) د هرات ولایت په اسلام کلا کې، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د شارزدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار او په افغانستان کې کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د استازي عرفات جمال تر منځ لاسلیک شو.

په کابل کې د اروپایي ټولنې یوې سرچېنې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې دغه مرسته به د نویو ستنو شویو کډوالو او بیځایه شویو کورنیو سره د ټولنیز ادغام، کار موندنې او مسلکي روزنې په برخو کې ولګول شي.
سرچینه وایي اروپایي ټولنه هوډمنه ده چې په پاکستان، ایران، منځنۍ اسیا هېوادونو او د ننه په افغانستان کې د بېځایه شویو کورنیو ملاتړ وکړي او د هغوی د خوندیتوب او د ژوندانه د اسانتیاو د برابرولو په کار کې خپلې مرستې تر ۲۰۲۷ کاله پورې وغځوي.
اروپایي ټولنه وایي چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر راهیسې سلګونه زره افغانان له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه افغانستان ته ستانه شوي چې دا مهال له سختو ستونزو او کړاونو سره مخامخ دي.
اروپایي ټولنه غواړي چې راستنیدونکي کډوال او بېځایه شوې کورنۍ په ځان بسیا او هغوی ته د روغتیایي زده کړو تر څنګ داسې پروګرامونه جوړ کړي چې هغوی وکولای شي اقتصادي خپلواکي تر لاسه کړي.
په افغانستان کې د یو این ایچ سي ار استازي عرفات جمال د دغه تړون د لاسلیک پر مهال ویلي: «د اروپايي ټولنې سره دغه اوږدمهاله ملګرتیا زموږ په هڅو کې د پام وړ ګام دی چې په کوربه هیوادونو کې د افغان راستنیدونکو او کډوالو ملاتړ کوي. د دغو نوښتونو له لارې، زموږ موخه دا ده چې خلکو ته نه یوازې د ژوند ژغورنې مرستې چمتو کړو، بلکې هغه وسایل هم چمتو کړو چې بې ځایه شویو خلکو ته د دوی د ژوند بیا رغولو او خپلو ټولنو سره د مرستې لپاره اړین دي.»
د مرستو دغه لړۍ چې د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې پیل شوې، د دریو کالو لپاره به روانه وي او د ۲۰۲۷ کال تر ډسمبره به دوام مومي.