د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو، درنو واورو او سړو سیلیو اټکل شوی

د طالبانو تر واک لاندې د هوا پوهنې اداره وایي چې نن به د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې شړکنده بارانونه، درنې واورې، د سختو توپانونو سره سړې سیلۍ هم راوالوزي.

دغې ادارې پرون ناوخته د جمعې په ورځ د مرغومي په ۲۸مه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په هرات، فراه، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، دایکنډي، پکتیکا، غزني، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، سمنګان، بلخ، بغلان، پروان، کابل، پنجشیر، نورستان، بدخشان، کاپیسا، ننګرهار، او لغمان ولایتونو کې به سخت بارانونه او سېلۍ راوالوزي.
په دغو ولایتونو کې د باران کچه له ۱۵ څخه تر ۵۰ ملي‌متره او د واورو اندازه له ۱۰ څخه تر ۴۰ سانتي‌مترو پورې اټکل شوې ده.
دغې ادارې په خپره شوې خبر پاڼه کې دا رنګه ویلي چې په سالنکونو، لویدیځو، سویلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې به له دوړو سره سخت بادونه هم مله وي چې چټکتیا به یې په یو ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۱۱۰ کیلو مټرو پورې ورسیږي.
افغانستان یو له هغو لسو ولایتونو څخه دی چې اقلیمي بدلون سخت ځپلی او څو کلنې وچکالۍ د دغه هېواد کرنیز سیسټم هم زیانمن کړی دی.
په افغانستان کې که یو شمېر خلک واورو بارانونو ته خوشاله دي، خو ګڼې کورنۍ د سختې لوږې او غریبۍ سره مخامخې دي او د ژمي په سړو سیلیو کې د خونو د تودولو لپاره هیڅ هم نه لري.