د امریکا یوه پوهنتون سروې: نږدې ۹۰ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي

د امریکا د لارنس تخنیکي پوهنتون له‌خوا د ترسره شوې ارزونې له مخې، له افغانستانه د امریکا له وتلو او د طالبانو له بېرته واک ته رسېدو څه باندې درې کاله وروسته، نږدې ۹۰ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي.

د دغې ارزونې پر بنسټ، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، تر ۸۴ سلنه ډېر وګړي روغتیايي خدمتونو ته هم لاسرسی نه لري.
د لارنس تخنيکي پوهنتون د څېړونکو څېړنو دا هم ښودلې، چې ۸۵ سلنه افغانان «د تاوتريخوالي له ګواښ سره مخ شوي.»
د پوهنتون د معلوماتو له مخې، په دې سروې کې شاوخوا ۸۰۰ افغانانو چې ۹۴ سلنه یې نارینه وو، برخه اخیستې او د بشري مرستو، د بیان پر ازادۍ او د ښځو پر حقونو د محدودیتونو، پراخې خوارځواکۍ او لوړې بېکارۍ په اړه یې خپل نظرونه څرګند کړي دي.
د دغې سروې ګډونوال د ۱۸ او ۲۹ کلونو ترمنځ وو.
هغو څېړونکو چې دغه سروې یې پیل کړې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه وویل: «په هیواد کې وضعیت دومره خراب شوی چې نږدې هر سړی، پرته له دې چې مخینې ته یې پام وشي، منفي اغېزې پرې شوې دي.»
د دغې سروې پر بنسټ ۷۲ سلنه ګډونوالو دا هم ویلي چې د طالبانو له راتګ وروسته د دوی د کورنۍ یو یا ډېر غړي وژل شوي او یا هم جلاوطنه شوي دي.
دې سروې دا هم په ډاګه کړې، چې له هرو لسو افغانانو څخه د ۹ افغانانو د ژوند کیفیت د لوړې کچې ټولنیز او رواني فشار له امله ټیټ شوی دی.
د پوهنتون دغې سروې همدارنګه په افغانانو کې د رواني فشار د لوړې کچې راپور ورکړی.
واک ته د طالبانو تر رسی=ېدو وروسته د دغې ډلې تر واک لاندې افغانستان ډېری وګړي پر بشري مرستو تکیه کوي او د امنیتي ګواښونو او بې وزلۍ د زیاتېدو له امله شاوخوا یو میلیون خلک کډوال شوي دي.