په خېبر پښتونخوا کې د خوراکي توکو پر کاروان برید کې ۱۲ کسان وژل شوي دي

له پاړه چناره سیمه ایزو سرچېنو د جمعې په ورځ د (مرغومي په ۲۸مه) افغانستان انټرنیشنل پښتو ته ویلي، چې د خېبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ د بګن په سیمه کې د پروني برید په پایله کې ټول ټال ۱۲ کسان وژل شویدي.

دغه سرچېنې وایي چې په وژل شویو کې دوه تنه امنیتي سر تیري او د څلورو موټر چلونکو په ګډون شپږ کسه برید ګر هم وژل شوي دي.
د سرچینې په خبره، په یاد برید کې ۱۵ کسه ټپیان شوي هم دي چې له ډلې یې پنځه تنه یې د پاکستان امنیتي ځواکونه او لس تنه یې برید ګر دي.
ځايي پولیسو خبریالانو ته ویلي،‌ نن سهار د کوزې کورمې په اړوالۍ سیمه کې د څلورو موټر چلونکو مړي موندل شوي، چې لاسونه یې تړل شوي وو او له شکنجې وروسته په ډزو وژل شوي دي.
د وژل شویو کسانو مړي نږدې روغتون ته لېږدول شوي چې ټول یې د کورمې ولسوالۍ اوسیدونکي دي.
د ځايي سوداګرو مشر حاجي امداد وايي، لا هم پنځه تنه موټر چلوونکي نا درکه دي او په خبره یې د مرستو د کاروان له موټرو څخه یوازې دوه له بار کړو مالومونو سره سیمې ته رسیدلي؛ خو تر لسو ډېری لارۍ بیا لوټل شوي دي. د هغه د معلوماتو له مخې یو شمېر لارۍ سوځول شوي‌ هم دي او د میلیاردونو پاکستانۍ روپیو په ارزښت مالونه یې لوټل شوي دي.
د کورمې د سولې تړون د جرګې غړو له سیمه ییزو خبریالانوسره په خبرو کې د سړکونو بندښت او د سولې د تړون پرله ‌پسې سرغړونې وغندلې.
هغوی غوښتنه وکړه چې د تړون د ماتونکو پر ضد دې جدي اقدامات وشي او ټینګار یې وکړ چې د سولې له تړون سره، سره داسې بریدونه خورا دردونکي او د اندېښنې وړ دي.
همدا راز د فډرالي چارو پخواني وزیر او د جرګې غړي ساجد توري د خوراکي توکو پر کاروانونو او مسافر وړونکو موټرو روان بریدونه غندلي دي. هغه په دې تړاو د حکومت او اړونده ادارو پر چوپتیا خواشینې څرګنده کړې.
ساجد توري خبرداری ورکړی که د ترهګرو پر وړاندې جدي اقدامات ونه شي، نو د سیمې پنځه میاشتنۍ کلابندي او د کورمې د پنځه سوه زره ځايي اوسیدونکو د حقونو د سرغړونې مسئله به ملي او نړیوالو محکمو ته وړاندې کړي.
د حسینه انجمن مشر او د توري بنګښ مشرانو له ډلې جلال حسین بنګښ حکومت ته درې ورځې وخت ورکړی،‌ چې د سړکونو امنیت یقیني کړي او د جنورۍ د ۱۶مې د برید عاملین دې محکمې ته کش کړي.
په کورمه کې د دوه مذهبي ډلو سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ له کلونو راهیسې د ځمکو پر سر شخړې رامنځته شوي، خو له تېرو څلورو میاشتو دغه شخړې یو ځل بیا پر وسله والو جګړو اوښتي چې له کبله یې لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.
که څه هم د دواړو لوریو ترمنځ د سولې یوې جرګې د امن تړون لاسلیک کړ، خو لیدل کېږي چې لا هم په بشپړه توګه عملي شوی نه دی او دغه ناورین یې پای ته نه دی رسولی.