سرچیني: د سمنګان ولایتي روغتون اداري مدیر له یوې کارمنې سره د جنسي اړیکې پر مهال نیول شوی
له سمنګان ولایت سرچینو افغانستان انټرنشل ته ویلي، چې د سې شنبې په ماښام د سمنګان ولایتي روغتون اداري مدیر پیر محمد هارون د روغتون د فیس ټولوونکې کارمنې سره د جنسې اړیکې پر مهال د طالبانو د استخباراتو د ۰۸ مدریت له لوري نیول شوی دی.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، پیر محمد هارون بندي دی او نجلۍ خوشې شوې ده.
سرچیني وايي، د سمنګان د ولایتي روغتون اداري مدیر پيرمحمد کاروان د یادې نجلۍ په جنسي ځورونه تورن دی او تردې وړاندې یې هم دې نجلۍ ته له دندې د ګوښه کولو ګواښونه کړي وو.
له سمنګان سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې پيرمحمد هارون همدارنګه په روغتون کې د کارکوونکو په ګمارلو کې بډې اخیستې دي.
همدارنګه یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د سمنګان د عامې روغتیا رییس ملا محب الله بهاري هم د دغه روغتون د فیس راټولو کارکوونکې سره په جنسي اړیکو نیولو تورن دی، خو نوموړی د طالبانو د استخباراتو له لوري نه دی نیول شوی.
د سرچینو په خبره، د دغه ولایت د ولایتي روغتون اداري مدیر پیرمحمد هارون او د عامې روغتیا رییس ملا محب الله بهاري د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو له ملاتړ برخمن دي او دمګړۍ د استخباراتو له زندان د پيرمحمد هارون د راخوشي کولو هڅې دوام لري.