سلګونه افغانان د نړۍ په ۳۶ هېوادونو کې د «بندخونو په څېر» کمپونو کې بې برخلیکه ژوند کوي
ګارډین راپور ورکړی، چې سلګونه افغانان د نړۍ په ۳۶ هېوادونو کې د «بندخونو په څېر» کمپونو کې بې برخلیکه ژوند کوي.
د راپور له مخې، دغه افغانان چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره درېیمو هېوادونو ته لېږدول شوي دي، د څه باندې درېیو کلونو په تېرېدو سره هیڅ داسې هیله مندي نه لري، چې نورو هېوادونو ته ولېږدول شي.
که څه هم امریکایي چارواکو تراوسه اعلان نه دی کړی، چې څومره افغانان په درېیمو هېوادونو کې بند پاتې دي، خو د بشري حقونو یو شمېر فعالانو اټکل کړی، چې سلګونه افغانان تر اوسه هم په څه باندې ۳۶ هېوادونو کې بې برخلیکه پاتې دي.
ګارډین د سې شنبه په ورځ د امریکا د حکومت اړوند اسنادونو پر بنسټ ویلي، چې بې برخلیکه افغانان له رواني ناروغیو، د امکاناتو له نشتون، له کورنیو څخه د جلا کېدو او افغانستان ته د بېرته ستنېدو له ستونزو سره مخ دي.
ګارډین لیکلي، چې دغه اسناد د امریکا د دفاع وزارت او بهرنیو چارو وزارت پر وړاندې د اقامې له دعوې وروسته ترلاسه شوي دي.
سره له دې چې د یاد شمېر هېوادونو نومونه مشخص نه دي، خو د کډوالو د حقونو ملاتړي وايي، چې افغان کډوال د څلورو هېوادونو عربي متحده اماراتو، المان، قطر او کوزو په کمپونو کې ساتل کېږي.
په دې وروستیو کې امریکا له فلیپین سره هوکړه کړې، چې امریکا ته د لېږدولو په شرایطو برابر افغان کډوال د موقت لپاره دغه هېواد کې مېشت کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګارډین سره په خبرو کې ویلي، چې د افغانانو د نوي مېشتېدو په برخه کې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د امریکا د حکومت هڅې روانې دي او افغان کډوال په درېیمو هېوادونو کې د دغه هېواد په مالي مرستو ژوند کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې متحده ایالاتو په ۲۰۲۴ کال کې د کډوالۍ څه باندې ۳۳ زره ویزې افغانانو ته صادرې کړي دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته څه باندې ۱،۶ مېلیونه کسان له افغانستانه وتلي دي.
کوچنۍ ګوانټانامو
د بشري حقونو ملاتړو تر دې وړاندې په اماراتو، قطر او کوزو کې د بې برخلیکه افغانانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې وه.
د بشري حقونو د څار بنسټ په ۲۰۲۳ کال کې په اماراتو کې د څه باندې دوه زره او ۷۰۰ افغانانو د ترینګلي وضعیت خبر ورکړی و.
په قطر او کوزو کې هم د خوړو د اعتصاب او د ځان وژنو د هڅو راپورونه شته.
د کوزو کمپ بیا د کوچني ګوانټانامو په نامه یادېږي، ځکه په دغه کمپ کې مېشتو کډوالو ته ویل شوي، چې که له دې مرکز څخه ووځي د کډوالۍ غوښتنې به یې رد شي.