قطر: په غزه کې تر راتلونکو څو ورځو اوربند پیلېږي

د قطر لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ، چې په غزه کې به اوربند راتلونکې یکشنبې د جنوري ۱۹مه او د مرغومې په ۳۰مه پیل شي.

نوموړي وویل، چې له اسراییل او حماس سره د هوکړې د عملي کېدو په اړه خبرې لا هم روانې دي.
تر دې وړاندې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړ، چې د حماس او اسرايیل ترمنځ اوربند اعلان شو او لومړنۍ مرحله به يې شپږ اونۍ وي.
په راپور کې دغه راز رغلي، چې د هوکړې له مخې به د هر ملکي اسراييلي په بدل کې ۳۰ فلسطينيان او د هر نظامي اسراييلي په بدل کې به ۵۰ فلسطينيان ازاد شي.
رویټرز همداراز زیاته کړې ده، چې پيل به د حماس له لوري د ۳۳ اسراييلي بنديانو په خوشې کولو کېږي، چې په بدل کې به يې اسراييل لسګونه فلسطينيان خوشې کړي.
په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه نېټه د حماس ځواکونو له خوا په اسراییل د مرګوني برید وروسته پیل شوه.
په دې برید کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ یې یرغمل شول.
د دې برید په ځواب کې اسراییل بیا په غزې پراخ عملیات پیل کړل، چې تر اوسه پورې یې له ۴۶۰۰۰ څخه ډېر فلسطینیان وژلي دي.
د حماس سیاسي مشران اسماعیل هنیه او یحیی سنوار هم د اسراییل په بریدونو کې ووژل شول.