امرالله صالح: افغانستان کې دولتي جوړښت له منځه تللی او طالبانو د بې ثباتۍ تخمونه کرلي دي
د پخواني جمهوري نظام لومړی مرستیال امرالله صالح بهرنیانو ته په خطاب کې ویلي افغانستان اوس مهال له ژور کړکېچ سره مخامخ دی او په دغه هېواد کې ټول دولتي جوړښتونه له منځه تللي.
هغه خبرداری ورکړی چې د طالبانو واک ته رسیدل د افغانستان د غني کولتور او قومي تنوع پر وړاندې یوه لویه ننګونه ده. هغه زیاته کړې چې یادې ډلې په افغانستان کې د بې ثباتۍ او او کړاوونو تخمونه کرلي چې له امله یې افغانان له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د امرالله صالح په خبره، په افغانستان کې د روان ناورین پېژندل د سیمو د تګلارو د جوړیدو لپاره خورا اړینه مسله ده او که له پامه وغورځول شي؛ نو د لویو تېروتنو لامل کیدای شي.
د صالح په وینا، د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون د یوې دسیسې له لوري وشو چې اوس یې ناکامۍ مخ په را څرګندیدو دي.
د پرځیدلي جمهوري نظام دا لومړی مرستیال د طالبانو ضد یوه مهمه څېره ګڼل کېږي چې تل د دغه ډلې خلاف څرګندونې کوي.
امرالله صالح همدا راز په دې وروستیو کې نیوکې کړي چې د بایډن تر مشرۍ لاندې د امریکا حکومت د طالبانو سره پټې مرستې کړي او په بېلابېلو برخو کې یې دغه ډلې ته مالي سرچینې برابرې کړي دي.