زرغون بهیر: د چین پوځي استخباراتي غړو‌ د طالبانو په ملتیا په واخان کې څو شپې کړي

د پخواني جمهوري نظام د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر ادعا کړې چې د چین د استخباراتو درې تنه کارکوونکي د طالبانو په ملتیا بدخشان ولایت ته تللي او هلته یې په څلورو شپو کې له واخان دهلېزڅخه هم لیدنه کتنه کړ‌ې.

یاد بهیر ویلي د چین د دغو درېیو استخباراتي کارکوونکو نومونه هم په ډاګه کړي «شیزمونګ، واګجیمیټو او شي جانګموش» د چین د پوځي استخباراتو هغه کارکونکي ښودل شوي چې د روان زېږدیز کال د جنورۍ میاشتې له ۸مې نېټې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې یې د طالبانو په ملتیا په بدخشان کې وخت تېر کړی دی.
د زرغون بهیر د معلوماتو له مخې چین په څرګندو ټکو طالبانو ته ویلي چې باید له دوی سره د پولې ترڅنګ هېڅ ډول فعالیتونه ونه شي، ځکه بیجینګ د دغه ډول فعالیتونو په تړاو ژور شکونه لري.
یاد بهیر زیاتوي چې دطالبانو دفاع وزارت څخه په ترلاسه شویو معلوماتو کې ورته په ډاګه شوې چې طالبانو په دې تړاو له بیجینګ سره د همغږۍ لپاره یوه ګډه کمېټه جوړه کړې ده.
امرالله صالح د زرغون بهیر د دغه معلوماتو له تائید سره ویلي چې داسې ښکاري چین په سیمه کې پر طالبانو او د شته لوبغاړو تر څنګ پر هېڅ چا باور نه لري.
تر دې دمخه په خواله رسنیو کې داسې خبرونه لاس په لاس کیده چې ګوندې د پاکستان پوځ په واخان ځمکني او هوايي ګزمې کړي دي؛ خو طالبانو دغه ادعاوې په وار، وار رد کړې وې.
افغانستان له چین سره د واخان دهلېز له لارې نږدې اتیا کیلومټره ګډه پوله لري. دغه دهلېز په ختیځ‌ کې له چین، شمال کې له تاجکستان او سویل کې له پاکستان سره نښتی دی چې د افغانستان لپاره خورا سټراټېژیکه نقطه بلل کېږي.
طالبانو څو، څو ځله اعلان کړی چې په یاد دهلېز کې له کوچني پامیر څخه تر چین پورې سړک غځوي، چې له دې لارې افغانستان له چین، اروپا او د منځني ختیځ تر څنګ له نورو هېوادونو سره د سواګریزو راکړو ورکړو لپاره ونښلوي.
طالبانو نه یوازې د واخان په تړاو دا ژمنې نه دي پوره کړي،‌ بلکې د دوی په واکمنۍ کې دغه کواریډور ته د ورپېښو ګواښونو په تړاو اندېښنې تر بل هر وخته ډېرې شوي دي.