طالبانو په کونړ کې د یو څلوېښت اعشاریه درې مېلیون افغانیو په ارزښت بېروج پلورلي دي
طالبانو په کونړ ولایت کې د یو څلوېښت اعشاریه درې میلیون افغانیو په ارزښت د بېروج ډبرو د پلور خبر ورکړ.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه بېروج له یوې ازادې داوطلبۍ وروسته پلورل شوي دي.
د بېروجو د پلور په اړه دغه خبر تر هغه وروسته خپرېږي، چې تېره ورځ افغانستان انټرنشنل د سرچینو له قوله راپور ورکړ، چې د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې د بېروجو کان «چور او تالان روان دی او ځايي طالب مسوولین خپله برخه په کې اخلي.»
د یادې ولسوالۍ ځینو قومي مشرانو هم ویلي، چې ځايي طالبان په کابل کې له چارواکو سره له همغږۍ پرته په دې کان کې ښکېل دي.
سره له دې چې په کونړ کې اړوندو چارواکو د بېروجو د داوطلۍ او پلور پروسه شفافه بللې ده، خو اوسمهال پر طالبانو نیوکې دا دي، چې یاده ډله په غیر معیاري او غیر مسلکي توګه د کانونو کېندنې کوي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یادې ډلې د روانې میاشتې په لسمه نېټه د لومړي ځل لپاره د نورستان ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې د بېروجو د پلور خبر ورکړ.
د راپورونو له مخې، دغه بېروج د ۸ مېلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د بېروج او نورو قیمتي ډبرو ترڅنګ د زرګونه قیراطه زمردو د پلور خبر هم ورکړی.
دغې ډلې تېره ورځ راپور ورکړ، چې په پنجشېر ولایت کې یې ۲ زره او ۱۳۳ قیراطه زمرد د ۵۶ زره او ۶۰۰ ډالرو په ارزښت پلورلي دي.
د راپورونو په حواله، دغه زمرد تازه د پنجشېر ولایت له کانونو استخراج شوي وو.
ویل کېږي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې هم په ۱۱ پړاونو کې ۳۵ زره او ۸۷۴ قیراطه زمرد د یو مېلیون او ۶۱۴ زره ډالرو په ارزښت پلورل شوي وو.
د معلوماتو له مخې، د افغانستان د معدنی زیرمو ارزښت نږدې یو ټریلیون ډالره اټکل شوی دی.
په جمهوریت کې د ناامنۍ له امله په حکومتي کچه ډېر کم د دې کانونو سپړل روان و، خو د طالبانو د ناامنۍ له امله بې قانونه کېندل کېدل.
د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو واکمنېدو او نړۍوالو بندیزونو سره دې ډلې د خپلو عوایدو لپاره په هر ولایت کې د کانونو سپړلو ته مخه کړې ده.