عاصم منیر: طالبان خبرو ته غوږ نه ږدي

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر وایي، د طالبانو او دغه هېواد ترمنځ یوازینی اختلافي مورد په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د جنګیالیو حضور او د دې هېواد په خاوره کې د یادې ډلې بریدونه دي.

په دې کتنه کې یو شمېر مشرانو او د سیاسي ګوندونو استازو د پاکستان د پوځ له مشرتابه څخه وغوښتل، څو د امنیتي ستونزو د کمېدو په اړه له افغان طالبانو سره مستقیم او غیر مستقیم خبرې وکړي.
ډان د خپلو سرچینو پربنسټ لیکلي، چې عاصم منیر د دې غوښتنې په ځواب کې ویلي، چې طالب مشران «زمونږ خبرو ته غوږ نه اېږدي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځ په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د تېر حکومت پروړاندې له افغان طالبانو ملاتړ کړی دی، ځکه پوځ له هند سره د حامد کرزي او اشرف غني د حکومتونو له نږدې اړیکو ناراضه وو.
له دې سره، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې له پاکستاني جنګیالیو سره د دې ترڅنګ چې اړیکې پرې نکړې، بلکې دغو ډلو ته یې په افغانستان کې د فعالیت اجازه هم ورکړه.
د پاکستان پوځ د پوځي او سیاسي فشارونو په ګډون د افغانستان د سرحدي سیمو په مرګونو هوايي بریدونو سره نه دی توانېدلی، چې طالبان دې ته اړ کړي، څو د پاکستاني جنګیالیو مخه ونیسي.
دا مسله د دې لامل شوې ده، چې اوس د افغان طالبانو او اسلام‌آباد ترمنځ اړیکې ترینګلې شي.
په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د بریدونو کچه زیاته شوې ده او په وروستۍ یوه لسیزه کې ۲۰۲۴ کال بیا تر ټولو خونړی کال بلل شوی دی.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د خیبرپښتونخوا له سیاستوالو سره په کتنه زیاته کړې، چې افغانستان د دوی ګاونډی او اسلامي هېواد دی او دغه هېواد تل غوښتی، چې ورسره ښې اړیکې ولري.