انوارالحق کاکړ: موږ نه شو کولی، چې د امریکا په شان افغانستان پرېږدو

د پاکستان مخکینی لنډمهاله لومړی وزیر انوارالحق کاکړ وایي، چې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پېښو زیاتوالی په ګاونډي افغانستان کې د ناټو د پرېښودل شویو وسلو سره تړاو لري.

هغه د اسلام اباد د سیمه‌ییزو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې د خبرو پرمهال ویلي: «موږ نه شو کولی، چې د امریکا په شان افغانستان پرېږدو؛ که چیرې د ترهګرۍ سره مبارزه یوه پېړۍ وخت هم ونیسي، پاکستان به دا کار وکړي.»
د هغه په وینا، دا یوازې د وسله‌والو په وړاندې جګړه نه ده؛ بلکې دا جګړه د سیمه‌ییز ټیکاو لپاره هم ده.
کاکړ زیاته کړې، هغه وسلې چې اوس‌مهال د وسله‌والو لاس ته لوېدلې د سیمې د ټیکاو لپاره یې جدي ګواښ رامنځته کړی دی.
هغه وړاندې وایي، د هغو ۴۲۷،۳۰۰ وسلو څخه چې واشنګټن افغان ځواکونو ته ورکړې وې، شاوخوا ۳۰۰،۰۰۰ وسلې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکایي ځواکو د وتلو پرمهال دغه هېواد کې پاتې شوې دي.

پاکستان په وار، وار ادعا کړې، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د دوی پرمختللې وسلې د ترهګرو لاس ته لوېدلې دي؛ خو واشنګټن بیا دغه ادعا په کلکه رد کړې وه.
نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې ۲۰۲۴ کال د پاکستان د ولسي او امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی کال بلل شوی و.
په تېر کال کې ثبت شوي ټولیز تلفات په تېرو ۹ کلونو کې تر ټولو لوړ وو او د ۲۰۲۳ کال پرتله ۶۶ سلنه ډېر وو، چې د اټکل له مخې هره ورځ نږدې اوه کسان د امنیت ضد پېښو کې وژل کېږي.
اسلام اباد په وار، وار په کابل کې له طالبانو غوښتي، ټي‌ټي‌پي ته اجازه ورنکړي چې افغان خاوره د پاکستان پر وړاندې د بریدونو لپاره وکاروي.