د ایران سفیر: د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې او بانکي اړیکې ارزښتناکه دي

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي وایي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې او بانکي اړیکې د دواړو هېوادونو لپاره ارزښتناکه دي. نوموړي دارنګه د سوداګرۍ او بانکدارۍ په برخه کې د هراړخیزې همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.

ښاغلي بېکدلي دغه څرګندونې له خپل مل پلاوي سره تېره ورځ د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک مشر نور محمد اغا سره د لیدنې پرمهال کړې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک هم په دې اړه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دغې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په پراختیا، په بانکي چارو کې پر اسانتیا او د برېښنايي بانکدارۍ په پراختیا خبرې اترې شوې دي.
ورته مهال د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک مشر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې د اړیکو پراختیا او بانکي همکاري مهمه ګڼلې ده او په دې برخه کې یې د لا زیاتې همکارۍ ژمنه کړې ده.
هغه د سوداګرۍ په پراختیا کې د بریښنايي بانکدارۍ پر ارزښتناکه رول ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دغه بانک په هېواد کې د بانکي سیسټم د پراختیا په برخه کې ژمن دی او په دې برخه کې به د نړۍ د هېوادونو له سوداګرۍ برخمن شي.
که څه هم ایران د طالبانو سره په سوداګرۍ برخه کې نن سبا ښې اړیکې پالي؛ خو بیا یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.