داوړ پاکستان ته: له افغانانو بښنه وغواړئ چې واک مو په دې هېواد کې طالبانو ته ورکړ

محسن داوړ په اسلام اباد کې د نجونو د زده کړو په ملاتړ جوړ شوي کنفرانس ته په غبرګون کې وویل: «پاکستان دې په افغانانو د طالبانو د تحمیلولو او د نجونو د زده کړو د بندېدو له امله بښنه وغواړي.»

د پاکستان د پارلمان پخواني غړي او د ملي ډیموکراتیک ګوند مشر دغه څرګندونې وروسته له هغه کړي، چې په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ په «مسلمانو ټولنو کې د نجونو زده کړو» تر سرلیک لاندې د شنبې او یکشنبې په ورځو کنفرانس جوړ شوی وو.
په دغه کنفرانس کې د اسلامي هېوادونو استازو، علماوو او د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ګډون کړی وو.
داوړ په خپل اېکس کې له زده کړو څخه د افغان نجونو د بې برخې کېدو پړه پر پاکستان اچولې او لیکلي یې دي: «په افغانستان کې د نجونو د زده کړو لپاره د هر غږ د پورته کېدو ستاینه کوو او پاکستان په دې اړه د یوې غونډې کوربه توب کوي. لومړی پر افغانستان د طالبانو تحمیلول ومنئ او له امله یې بښنه وغواړئ، چې اوس یې د نجونو زده کړې بندې کړي او د افغانانو حقونه یې ترې اخیستي دي».
طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده کړو بندیز لګولی.
په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ په «مسلمانو ټولنو کې د نجونو زده کړو» په دغه کنفرانس کې د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ په خپلو ویناوو کې د اسلامي ټولنو له مشرانو وغوښتل، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له رسميت پېژندلو ډډه وکړي او د ښځو او نجونو د زده کړو محدودولو پر وړاندې ودرېږي او خپل ریښتینی مشرتوب وښيي.
د پاکستان له لورې په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره طالبانو ته هم بلنه ورکړل شوې وه، خو یادې ډلې په دغه کنفرانس کې ګډون ونکړ.