متقي: سعودي عربستان دې په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو په کونسلي خدماتو کې مرسته وکړي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزات وزیر مولوي امیر خان متقي د سعودي عربستان له سفیر سره لیدلي او په دوه اړخیزه اړیکو یې ورسره خبرې کړې دي.
متقي د سعودي له سفیر څخه غوښتي، چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو په کونسلي خدماتو کې مرسته وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل د دې ناستې په اړه په خپل اېکس کې لیکلي: « امیر خان متقي په کابل کې د سعودي عربستان شاهي دولت سفیر فیصل طلق البقمي سره ولیدل. په دې ناسته کې سعودي مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدماتو او په دوه اړخیزو اړیکو کې په همکارۍ ټينګار وشو ».
تکل لیکلي، چې متقي په دغه ناسته کې د سعودي له حکومته غوښتي، چې د افغانانو لپاره د حج او عمرې په شمېر کې زیاتوالی راولي او همداراز سعودي کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدماتو په رسولو کې هم مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې سعودي عربستان د ۲۰۲۴ کال د ډسبمر په ۲۲ نېټه په کابل کې خپل سفارت بیا ځلې پرانېست او ویې ویل، چې د سفارتي چارو د پیلولو موخه یې په دغه هېواد کې د خلکو ستونزو ته په کتو او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه د سفارت ډیپلوماټيکې چارې دي.
سعودي عربستان د ۱۹۳۲ کال راهېسې له افغانستان سره ډيپلوماټیکې اړیکي پيل کړي، چې له هغه وخت راهیسې یې دا اړیکې له افغانانو سره پر مرستو ولاړې دي.
که څه هم د سعودي عربستان په ګډون د سیمې د یو شمېر هېوادونو اړیکې له طالبانو سره ښې دي، خو د یادې ډلې له واکمنۍ څخه د څه باندې درېیو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه د نړۍ هېڅ کوم هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.