پاکستاني رسنۍ: د تحریک انصاف مذاکراتي کمېټې له عمران خان سره د لېدو اجازه ترلاسه کړه
پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې د تحریک انصاف مذاکراتي ډلې د دغه ګوند د بنسټ اېښودونکي عمران خان سره د ملاقات اجازه ترلاسه کړه. دغې رسنۍ وړاندې لیکلي، چې د تحریک انصاف مذاکراتي کمېټه به نن ماسپښین دوه بجې له عمران خان سره وګوري.
په دې تړاو د تحریک انصاف د مذاکراتي کميټې غړي علامه راجا ناصر عباس جيونيوز سره په خبرو کې ويلي: «هيله ده، چې د پي ټي ای مشر سره به له هر ډول محدودیت پرته ملاقات وشي.»
د پاکستان تحريک انصاف او حکومت ترمنځ د مذاکراتو لپاره ټاکل شوې وه، چې د پي ټي ای مذاکراتي کميټې ته به د عمران خان سره د لېدولو کولو اجازه ورکړي.
څو ورځې وړاندې د پاکستان د حکومت مذاکراتي کميټې وياند سناتور عرفان صديقي هم منلې وه، چې د پي ټي ای مذاکراتي کميټې د عمران خان سره ملاقات نه دی کړی.
عرفان صدیقي وویل: «موږ باید په خپله خبره ودرېږو او د تحریک انصاف مذاکراتي کمیټې ته د عمران خان سره د ملاقات اجازه ورکړو.»
جیونیوز تر دې وړاندې هم د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان خوشې کول له حکومت سره د روانو خبرو اترو په لړ کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند لومړۍ او مهمه غوښتنه ده.