المرصاد: پاکستان تل هڅه کړې چې افغانستان تر خپل اغېز لاندې وساتي

د طالبانو اړوند المرصاد رسنۍ په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ په «مسلمانو ټولنو کې د نجونو زده کړو» تر سرلیک لاندې غونډې په غبرګون لیکلي: «پاکستان تل هڅه کړې چې افغانستان تر خپل اغېز لاندې وساتي.»

یادې رسنۍ د اسلامي هېوادونو د همغږۍ سازمان (او ای سي) غونډه د پاکستان د لاسوهنې د پالیسۍ د دوام برخه بللې او زیاته کړې یې ده، چې دغه غونډه د افغان ولس د حقونو، د ښځو د تعلیم او د انساني ناورین په تناظر کې وړاندې کېږي، خو د دې غونډې اصلي موخې بل ځای پټې دي.
په راپور کې راغلي: «د افغانستان اسلامي امارت چې د خپلې خپلواکۍ پالیسي خپله کړې، دا د پاکستان لپاره د منلو وړ نه ده.»
د المرصاد په خبره، د او ای سي د غونډې موخه د (اسلامي امارت) کمزوری کول او پرې د فشار راوړل دي، په داسې حال کې چې دغه هېواد خپله بشري حقونه، د بیان ازادي او ډیموکراټیک اصول نقضوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بیا د دې غونډې په پرانېستونکې وینا کې وویل، چې د دې غونډې موخه د نجونو پر زده‌کړو ټینګار دی.
د طالبانو اړوند المرصاد رسنۍ زیاتوي، چې د پاکستان دولت په ځانګړې توګه پوځ تل د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کړې ده.
د دوی د راپور له مخې، پاکستان په بېلابېلو پلمو غواړي، چې د افغانستان ولس په نړۍواله کچه بدنام کړي.
یادې رسنۍ د خپل راپور په یوې برخه کې لیکلي: «اوس وخت بدل شوی دی، افغانستان اوس د بهرني فشار منلو ته تیار نه دی او پاکستان باید دا ومني چې نورې خپلې زړې لوبې نه شي ترسره کولی.»
المرصاد وایي، چې پاکستان اوسمهال خپله له سختو کورنیو ناورینونو سره مخ دی او د دغو ناورنیونو د پایته رسولو لپاره دې باید په خپل هېواد کې روان ظلمونه ودروي.
یادې رسنۍ د عمران خان د حکومت ړنګېدو، د بلوچستان ناخوالو او د خیبرپښتونخوا ناامنیو ته په اشارې سره زیاته کړې ده، چې دغه هېواد دې لومړی خپلې ستونزې حل کړي، بیا دې د نورو هېوادونو د بشري حقونو او د بیان ازادۍ ته اندېښنه وکړي.
د دوی په وینا: «پاکستان دې لومړی د خپل هېواد رسنیو ته وګوري، چې خبریالان یې په ښکاره توګه تښتول کېږي، شکنجه کېږي او زیات وخت وژل کېږي، رسنۍ د پوځ تر بشپړ کنټرول لاندې دي او هر څوک چې د هغوی پر خلاف خبرې وکړي، هغه یا خاموشه کېږي یا مجبورېږي چې له هېواده وتښتي.»
د طالبانو اړوند المرصاد رسنۍ هغو کسانو ته چې په او ای سي کنفرانس کې یې ګډون کړی اشاره کوي او وایي، چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه او د پاکستان د سیاسي چلونو برخه جوړېدل غیراخلاقي او زیان رسوونکي دي.
د یادې رسنۍ په وینا: «که د او ای سي غونډه په رښتیا د بشري حقونو او د ښځو د تعلیم لپاره وي، نو لومړی باید په پاکستان کې روانې جبري ورکول، د پوځ ظلمونه او د بیان پر ازادۍ بندیزونه وڅېړل شي.»
دوی په او ای سي غږ کوي، چې د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې پر ځای له دې هېواد سره د برابرۍ پر بنیاد اړیکې جوړې او د افغانستان د اقتصاد، تعلیم او پرمختګ لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي، نه دا چې د پاکستان اجنډا مخته یوسي.
سره له دې چې پاکستان په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو په ملاتړ سره یادې ډلې ته په خپل هېواد کې امن ځان ورکړی و، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دواړو لورو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
پاکستان د دې ترڅنګ چې وخت ناوخته د افغانستان په خاوره هوایي بریدونه کړي، له تېر کال راهیسې یې له دې هېواده زرګونه هغه افغانان په زور سره واېستل چې له لسیزو راهیسې یې ځای ورکړی و.
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیاوو ته د شک په سترګه ګوري او وایي، چې د نړۍ د غلطولو لپاره دوی هڅه کوي، چې خپلې اړیکې ناسمې وښيي او په سیمه کې ترهګرۍ ته وده ورکړي.
اسلام اباد له تېرو دوو ورځو راهیسې د څه باندې څلویښتو هېوادونو د وزیرانو، سفیرانو، علماوو او استازو کوربتوب وکړ او د اسلامي هېوادونو ترمنځ په «مسلمانو ټولنو کې د نجونو زده کړو» تر سرلیک لاندې کنفرانس جوړ کړ.
سره له دې چې دې غونډې ته طالبان هم بلل شوي و، خو یادې ډلې په کې ګډون و نه کړ.