پاکستاني رسنۍ: د بلوچستان د ډبرو سکرو له یو کان څخه د اوو کان کېندونکو مړي وموندل شول

پاکستاني رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې د بلوچستان ایالت د کوټې په سنجدي سیمه کې د ډبرو سکرو له یو کان څخه د اوو نورو کان کېندونکو جسدونه وموندل شول. له دغو تازه موندل شویو جسدونو سره په دغه کان کې د مړو شویو کان کېندونکو شمېر ۱۱ ته لوړ شو.

تر دې وړاندې په دغه کان کې د بندپاتې څلور کان کېندونکو جسدونه را اېستل شوي وو.
دغه سیمه د بلوچستان له مرکز کوټې څخه ٤٠ کيلومتره لرې پرته ده.
په دغې سیمه کې چارواکي وایي، چې په دغه کان کې د بند پاتې کسانو د اېستلو لپاره د ژغورنې عمليات روان دي.
د راپورونو له مخې، په دغه کان کې ټول ۱۲ کان کېندونکي بند پاتې وو.
تر دې وړاندې تېره ورځ هم د بلوچستان ځایي رسنیو خبر ورکړی و، چې په ډکۍ کې د ډبرو سکرو کان لوېدو په پېښه کې یو کان کېندونکی مړ شوی و.
د ډبرو سکرو د کارګرانو ټولنې وایي، چې دغه پېښې د کانونو په برخه کې د ناکافي اسانتیاوو او د خوندي تجهیزاتو د نشتوالي له امله رامنځته کېږي.
د کارګرانو سازمانونه وايي، چې د دغه ډول پېښو د مخنيوي لپاره د مسوولانو د عملي اقداماتو او د لا ښه امنيتي تدابيرو غوښتنه شوې ده.