طالبان: په فراه ولایت کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۶۵۱ تنه نیول شوي دي
په فراه ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ په روان کال کې په دغه ولایت کې د بېلابېلو جرمونو په تور د ۶۵۱ کسانو له نیول کېدو خبر ورکړی دی. د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو راپور ورکړی، چې دغه کسان تر نیول کېدو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوي.
د دغې قوماندانۍ د رسنیو برخې امر محمد نسیم بدري وایي: « د روان کال په درېیو ربعو کې د فراه ولایت امنیه قوماندانۍ امنیتي او کشفي ځواکونو ۶۵۱ تنه مجرمان نیولي دي.»
د هغه په وینا، دغه نیول شوي «مجرمان» په بېلابېلو پېښو کې ښکېل وو.
هغه وایي، د دغو کسانو دوسیې بشپړې شوې او عدلي او قضایي ادارو ته استول شوې دي.
خو نوموړي د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه دي ویلي.
طالبان په شخصي بدیو او سلیقوي چلدونو سره ځینې خلک نیسي او بندیانوي او د نیول شویو کسانو کورنۍ وايي، چې د دغې ډلې په محکمو کې د طالبانو د غړو پرتله دوی پاملرنه نه کیږي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دغه ډله تل په افغانستان کې د بشپړ امنیت د ټینګېدو ډاډ ورکوي؛ خو له بل پلوه د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دغې ډلې اړوند امنیه قومندانئ او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وخت نا وخت په بېلابېلو جرمونو د ځینو کسانو له نیول کېدو خبر ورکوي.