اسلام اباد کې د طالبانو استازی: د کډوالو اړوند د پولیسو له‌خوا د بشري حقونو سرغړونې څېړو

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌ اباد کې د طالبانو استازي سردار احمد شکېب د اسلام‌ اباد او راولپنډۍ په ښارونو کې د افغان کډوالو له استازو سره کتلي او هغوی ته یې ویلي، چې د پولیسو له‌خوا له افغان کډوالو سره د وروستیو ورځو له بشري حقونو سرغړونې څیړي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په ایکس پاڼه تېره ورځ جمعه د (مرغومي ۲۱) د یوې خبرپاڼې له لارې ویلي، چې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې یې د افغان کډوالو له ځینو استازو سره کتلي او په دې وروستیو کې یې په دغو ښارونو کې د پاکستاني پولیسو له لوري د شویو بشري حقونو په سرغړونو ورسره خبرې کړې دي.
خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې په دې کتنه کې د کډوالو استازو د پاکستان د امنیتي ادارو د وروستیو اقداماتو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
‏خبرپاڼه کاږي، چې اسلام اباد کې د طالبانو استازي سردار احمد شکیب ډاډ ورکړی، چې د کډوالو مسلې د سفارت په لومړیتوبونو کې شاملې دي او د کډوالو د بشري حقونو د اعادې لپاره کار کوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د کډوالو استازو د اسلام اباد د امنیتي ادارو د وروستیو اقداماتو په اړه اندیښنه څرګنده کړه، په ځانګړې توګه د کډوالو د کورونو پلټنه، د کډوالۍ کارتونو او وېزو لرونکو کډوالو ځورونه، نیول، باج اخیستل او زنداني کول او د پورته ذکر شویو ننګونو او مسلو ته په وخت سره د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
دغې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې ښاغلي شکیب د کډوالو استازو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی ستونزې به له پاکستاني چارواکو سره شریکې کړي او هڅه به وکړي، چې دغه ستونزې ژر تر ژره حل کړي.
په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د «بي ۱۷، ډي ۱۷، فیصل ټاون، ګلبرګ ګرین، بهاره کهو، اي ۱۱، ای ۱۰، جي ۱۳، جي ۱۱، او خیابان سر سعید» هغه سیمې دي چې د جمهوري نظام تر نسکوریدو وروسته ورته افغانان را کډوال شوي چې د طالبانو له لوري یې ژوند له ګواښ سره مخ دی.
په وروستیو څو ورځو کې پاکستاني پولیسو تر زرو ډیر افغان کډوال نیولي او شاوخوا دوه سوه تنه یې افغانستان ته ستانه کړي، چې د دوی ډیریو هغو د اوسیدو قانوني اسناد لرل.
د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو او افغان سیاستوالو په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیول کیدو په تړاو روان عملیات غندلي او له دغه هېواده غوښتل شوي چې ژر تر ژره دې دغه لړۍ بنده کړي.