هرات کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا د درنو وارو، سړې هوا او توپان له امله پرې شوې ده
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې په هرات ولایت کې د درنو واورو، توپان او سړې هوا له تېرو درېيو ورځو راهیسې په دغه ولايت کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې کړې ده. ځايي طالب چارواکو ویلي، چې د ډېرې سړي هوا له کبله برېښنا نه شي نښلولی.
د هرات لپاره د طالبانو د برېښنا چارواکو ویلي، چې له سختې یخنۍ سره، سره د هرات – برېښنا د ستونزې د حل لپاره د تخنیکي کارکوونکو هڅې روانې دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د هرات د برېښنا ریاست د چارواکو په حواله ویلي، چې له بده مرغه د هرات «بقرچر» بند سیمه کې په وروستیو واورو، یخنۍ او توپان ځپلو سیمو کې د برېښنا د ستنو ړنګېدل، د برېښنا د تارونو پرې کېدل، د لینونو ټکر کېدل او د بندونو ماتېدل د ډېرو ستونزو لامل شوي دي.
د هرات د برېښنا ځايي چارواکو ویلي، چې د سړې هوا او سختې واورې ورېدو سره، سره د هرات په یخ ځپلو سیمو کې د ریاست له شته امکاناتو کار اخلي او ټول تخنیکي کارکوونکي یې له درېیو ورځو او شپو راهیسې د ستونزو د هواري او د لارو د پاکولو په برخه کې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کوي خو لا هم نه دي بریالي شوي.
هرات کې د برېښنا ریاست چارواکو ویلي، چې سيمه کې د وارداتي برېښنا دوه ستنې ړنګې شوې چې د ډېرې سړې هوا له کبله د ستنو بنسټ ته سیمنټ نه لګیږي او ویجاړې پاتې دي.
هغه ویلي، چې د پخوانیو ړنګو شویو برېښنا ستنو تر څنګ یې د بیړنیو حالاتو لپاره لګول شوې د برېښنا ستنې هم نړېدلې دي چې د برېښنا د نښلولو چارې یې ستونزمنې کړې دي.
میاشت وړاندې هم په هرات کې د درنو واورو ورېدو له امله د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې وه او څو ورځې هرات ښاریانو په تروږمۍ کې تیرې کړې.