په پاکستان کې یوه افغانه خبریاله مړه شوې ده

د افغانستان له خبریالانو څخه د ملاتړ سازمان د (مرغومې ۲۲مه) په یو خبرپاڼه کې ویلي چې په پاکستان کې د همدم میاشتنۍ مجلې مشره مونسه همدم وفات شوې ده.

د هغې د مړینې لامل ورپېښه ناروغي ښوول شوې ؛خو دا نه دي ویل شوي چې څه ناروغي یې درلوده.
خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړې د فاریاب د ژورنالېستانو د ملي ټولنې غړې هم وه.
د مونسې همدم خاوند نصیب الله ایوبي هم د نوموړې مړینه تاییدوي او خبر ورکوي چې د (مرغومي په ۲۲مه) به په فاریاب ولایت کې خاورو ته وسپارل شي.
دغه خبریاله د پخواني جمهوري نظام تر نسکوریدو وروسته له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډواله شوې وه او داسې مهال د ناروغۍ له کبله مړه شوه چې پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو نیول کیدو پسې په اسلام اباد کې کوراکور عملیات پیل کړي دي.
تر دې څو ورځې وړاندې یوه افغانه مېرمن چې په اسلام اباد کې د پولیسو له لوري نیول شوې وه په بندخونه کې پرې د زړه حمله راغلې وه.
په پاکستان کې د پولیسو د روانو عملیاتو له امله هغه افغان کډوال چې د طالبانو له ویرې دغه هېواد ته کډوال شوي له روانو ځورونو له کبله د روحي ناروغیو سره مخامخ شوي دي.