د کورمې په ولسوالۍ کې خلک د دارو درملو له سخت کمي سره مخامخ دي
د ناامنۍ په دوام او د پاړا چنار- ټل د مرکزي لارې د بندېدو له امله د خېبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ خلک د درملو او ورځنیو ضروري توکو له سخت کمښت سره مخامخ شوي دي.
د پاړا چنار مرکزي روغتون سرطبیب ډاکټر سید میر حسن جان وايي، چې د دې سیمې په درملتونونو کې درمل ې خلاص شوي او ځايي اوسیدونکو لا هم د درملنې لپاره روغتون ته ورځي.
د هغه په وينا، هره ورځ شاوخوا ۲۳۰۰ تر ۲۵۰۰ ناروغان په دې روغتون کې کتل کېږي؛ خو د بېړنیو درملو پرته نورې طبي اسانتیاوې ډېرې محدودې دي.
یو بل تن معین حسین چې د درملو د خرڅلاو د اتحادیې استازیتوب کوي، ویلي دي چې په وروستیو کاروانونو کې هېڅ داسې موټر نه و چې درمل یې ور وړي وي او له همدې امله د خلکو ستونزې ډېرې شوي دي.
له بلې خوا د کورمې په مندوري سیمه کې د خلکو لاریونونه هم دوام لري او همدا راز د لارو د بندېدو له امله د مرستې کاروانونه بند پاتې دي.
د سوداګرو اتحادیې مشر حاجي امداد پاکستاني رسنیو ته ویلي، د کورمې د استوګنو د ستونزو د حل لپاره لږ تر لږه په خوراکي توکو او درملو ۵۰۰ بار موټرو ته اړتیا ده، خو ۴۰ موټر چې حرکت ته چمتو دي، لا هم بند پاتې دي.
دغه سیمې ته د ځمکنۍ او هوايي لارې د بندېدو له امله یو پنځه کلن ماشوم شهزاد چې د سترګو بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري، لا هم پېښورته نه دی رسول شوی. د روغتون سرچینې خبرداری ورکوي چې د درملنې ځنډ ممکن دغه ماشوم د سترګو دید وبایلي او د د هغه کورنۍ په دې تړاو خورا اندېښمنه ده.
ځايي چارواکو او د خېبر پښتونخوا پولیسو ویلي، چې د لارو د امنیت د ټینګولو هڅې روانې دي او له خلاصېدو سره سم به کاروانونه حرکت وکړي.
په کورمه کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ روانې شخړې د دې لامل شوې چې په کور کې مېشت خلک د خوراکي توکو او درملو د نشتوالي له ناورین سره مخ شي. که څه هم د خېبر پښتونخوا حکومت د دواړو لوریو ترمنځ د سولې تړون هم وکړ؛ خو لا هم په سیمه کې تاوتریخوالی پای ته نه دی رسیدلی.