پاکستان د افغانانو لپاره د ویزو د تمدېد موده را لنډه کړې

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، چې د دغه هېواد حکومت په وروستیو میاشتو کې د یو کلنو، ۳ او ۶ میاشتینیو ویزو د تمدید موده کمه کړې ده.

دغه افغانان وایي، چې اوسمهال یې ویزې یوازې د یوې میاشتې لپاره تمدید کېږي.
یاد کډوال دغه راز زیاتوي، چې دې وضعیت دوی له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
افغان وګړي وایي، چې په پاکستان کې مېشت افغانان د وېزو تمدید په کمېشنکارانو ترسره کوي، چې نږدې تر سلو امریکایي ډالرو مصرف پرې راځي.
یوه سرچینه وایي، چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان له خوا د افغانانو د ویزو د مودې د غځولو غوښتنه رد شوې او د دوی ویزې یوازې د یوې میاشتې لپاره غځول کېږي.
افغان کډوال دا هم وايي، چې وروستیو بدلونونو په میاشتني ډول د ویزو تمدید پر دوی لګښتونه درانه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د تېر کال په څېر په پاکستان کې د افغانانو پر وړاندې سخت اقدامات ترسره شوي او کور په کور یې تلاشي روانه ده.
په پاکستان کې ډېری مېشت افغانان اروپایي او امریکایي هېوادونو ته تلونکي دي او د خپلو کارونو بشپړېدو ته په تمه دي.
په وروستیو څو ورځو کې پاکستاني پولیسو تر زرو ډیر افغان کډوال نیولي او شاوخوا دوه سوه تنه یې افغانستان ته ستانه کړي، چې د دوی ډېریو یې د اوسېدو قانوني اسنادونه هم لرل.
په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د «بي ۱۷، ډي ۱۷، فیصل ټاون، ګلبرګ ګرین، بهاره کهو، اي ۱۱، ای ۱۰، جي ۱۳، جي ۱۱، او خیابان سر سعید» هغه سیمې دي، چې د جمهوري نظام تر نسکورېدو وروسته ورته افغانان را کډوال شوي، چې د طالبانو له لوري یې ژوند له ګواښ سره مخ دی.
د شنبې په ورځ بیا جرمني له پاکستانه د افغان کډوالو پر ډله یيز اېستلو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې په دې هېواد کې د افغان کډوالو وضعت زيات خراب شوی دی.