طالبان وايي، سرپل ولایت کې یې ۵۱ کسانو ته بښنه کړې او له بنده یې خوشې کړي
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې د سرپل ولایت لپاره د طالبانو والي او د دغې ډلې د اداري پلاوي د ارزونې او پرېکړې له مخې، ۵۱ بندیان چې د بښنې په شرایطو برابر وو، د دغه ولایت له زندانه خوشې شوي.
باختر اژانس زیاتوي چې دغه پلاوي د دې تر څنګ د ۳۹ نورو بندیانو په سزاګانو کې کمښت راوستی.
پر طالبانو تور دی چې د دغې ډلې کسان په خپلسري توګه خلک پرته له کوم توره نیسي او خپلو شخصي زندانونو کې یې بندیانوي او شکنجه کوي یې.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس نن جمعه د (مرغومي ۲۱مه) په ایکس پاڼه لیکلي، چې د سرپل ولایت لپاره د طالبانو والي او د دغې ډلې د اداري پلاوي د ارزونې او پرېکړې له مخې، ۵۱ بندیان چې د بښنې په شرایطو برابر وو، د دغه ولایت له زندانه خوشې شوي او د نورو ۳۹ تنو سزاګانې راکمې شوې دي.
باختر اژانس د طالبانو د سرپل ولایت د ویاند له قوله لیکلي، چې دغه پریکړه د طالبانو حکومت د پلاوي له بشپړې بیاکتنې او تصویب وروسته د عدالت د پلي کولو سره سمه شوې ده.
د یوناما په ګډون د بشري حقونو یو شمېر ادارو ۲۰۲۴ کال کې په خپلو راپورونو کې تر څېړنو وروسته دا په ډاګه کړه چې طالبانو په خپلو زندانونو کې بې شمېره بې ګناه وګړي بندیان کړي او له ټولو نړۍوالو قوانینو په سرغړونې دوی ته سختې شکنجې ورکوي.
په کابل او ولایتونو کې ځینې افغانې کورنۍ شکایت کوي چې د دوی د کورنیو غړي چې په تیر حکومت یې په پوځي برخو کې کار کاوه، طالبانو ترې د پلټنو په پلمه وړي، خو بیرته یې یوازې شکنجه شوي جسدونه ورسپارلي دي.
طالبانو له دې سره، سره چې د ځینو وژل شويو او شکنجه شویو کسانو انځورونه او ویډيوګانې په خواله او نورو رسنیو کې خپاره شوي دغه موضوع رد کړې ده.