اسراییل د حوثي وسله والو تر کنټرول لاندې یمن کې هوایي بریدونه کړي
د اسراییل هوایي ځواکونو د حوثي وسله والو له خوا پر اسراییل د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په ځوابیه بریدونو کې د جمعې په ورځ د حوثي وسله والو تر کنټرول لاندې یمن کې د برېښنا یو سټیشن او دوه بندرونو باندې بریدونه ترسره کړل، چې له امله یې درې کسان ټپیان شوي دي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو وویل، د ایران ملاتړي حوثي وسله وال "زموږ په وړاندې د تېري لپاره درنه بیه ورکوي موږ ادامه ورکوو."
المسیره ټلویزیون، چې د حوثي وسله والو له خوا اداره کیږي وویل د یمن په پلازمینه صنعا کې د حوثیانو د برېښنا مرکز باندې دیارلس هوایي بریدونه ترسره شوي.
دغه ټلویزیون زیاتوي: «د سنهان ولسوالۍ د هزیاز سټیشن د یوه کارکوونکي په ګډون درې تنه ټپیان شوي او یو شمېر کورونه زیانمن شوي دي.»
تر دې مخکې د بریتانیې امنیتي شرکت امبري ویلي وو، چې د راس عیسی په بندر کې د تېلو د زېرمه کولو تاسیسات په نښه شوي دي، په داسې حال کې چې کومې سوداګریزې کښتۍ ته زیان نه دی رسېدلی.
المسیره په راس عیسی او د حدیده په لوی بندر د شپږو نورو هوایي بریدونو خبر هم ورکړل شوی، په داسې حال کې چې د عمران ولایت د حرف سفیان ولسوالۍ هم تر هوایي برید لاندې راغلې ده.
اسراییلي پوځ دغه بریدونه تایید کړي او ویلي یې دي، چې د حزیاز د برېښنا سټیشن د "حوثي ترهګر رژیم لپاره په خپلو نظامي فعالیتونو کې د انرژۍ مرکزي سرچینې" په توګه کار کاوه. د دوی په وینا، په نښه شوي هدفونه د "حوثیانو له خوا د ملکي زیربناوو د استثمار" مثالونه وو.
بل خوا د حوثیانو د پوځ ویاند یحیی سري وویل، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې حوثي وسله والو د اسراییل پر سوداګریز مرکز تل ابیب درې بې پیلوټه الوتکې او په سور سمندرګي کې د امریکا پر الوتکې وړونکې بېړۍ یې بریدونه ترسره کړي دي.