د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق: په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور په زیږون مري

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وایي چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي خدمتونو د کمښت او نشتوالي له امله د زېږون او میندوارۍ د ستونزو له کبله په هرو دوو ساعتونو کې یوه مېرمن مري.

دغه سازمان ویلي چې روغتیايي خدمتونو ته د نه لاس رسي له کبله په لرې پرتو سیمو کې د میندو او ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ دی او باید د مخنیوي لپاره یې کوټلي ګامونه واخیستل شي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق باور لري چې د روغتیایي اسانتیاوو په رامنځته کولو سره د مړینې او ګواښ دغه کچه را کمیدلی شي.
دغه بنسټ په خپل پخواني راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د ښځو سره په ځانګړي ډول له هغو ښځو سره چې مینداواره دي، د مرستو لپاره نږدې ۲۵۰ میلونه ډالرو ته اړتیا لري، چې له امله یې روغتیایي او بېلابېل خدمتونه هغوی ته برابر کړي.
افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو ګڼل کېږي، چې د زیږون له امله په کې د میندو د مړینې کچه لوړه ده او د طالبانو په واکمنیدو سره د روغتیايي سکټور په برخه کې د مرستو راکمیدل هم یوه لویه ننګوونه بلل کېږي.