ملاله یوسفزۍ: اسلام اباد کې د افغان نجونو په ننګه د مسلمانو هېوادونو غونډې ته وینا کوم

د بشري حقونو فعاله او د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وایي، چې په اسلام اباد کې شنبې په ورځ د (مرغومي په ۲۲مه) د اسلامي ټولنو د استازو په جوړیدونکې غونډه کې د ګډون پر مهال به د افغان نجونو او مېرمنو په ملاتړ غږ پورته کړي.

دغه نړیوال کنفرانس "اسلامي هېوادونو کې د نجونو زده‌ کړې، ننګونې او فرصتونو" تر سرلیک لاندې، د جنورۍ په ۱۱ او ۱۲مه نېټه په اسلام‌اباد کې جوړېږي.
په دغه کنفرانس کې به د مسلمانو ټولنو استازي د نجونو د زده کړو پر وړاندې د شته خنډونو او همدا راز د نجونو د زده کړې د ودې پر لارو چارو خبرې وکړي.
ملاله یوسفزۍ وايي چې د مسلمانو هېوادونو له استازو به وغواړي، چې طالبان د ښځو او نجونو د زده کړو د بندیزونو په تړاو وننګوي او ځواب ویلو ته یې حاضر کړي.
د پاکستان د فډرالي تعلیم او مسلکي روزنې وزیر ډاکټر خالد مقبول صدیقي ویلي، طالبانو ته په دې کنفرانس کې د ګډون رسمي بلنه هم ورکړل شوې ده؛ خو لا تر اوسه څرګنده نه ده چې په دغه کنفرانس کې به د طالبانو استازي ګډون وکړي او که نه.
دغه کنفرانس په داسې حال کې جوړېږي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له رسېدو وروسته افغان نجونې او ښځې له پوهنتونونو او منځنیو ښوونځیو او لېسو څخه راوګرځولې. د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو روان بندیزونه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې؛ خو طالبانو بیا دغو څرګندونو ته پاملرنه نه ده کړې او خپلو بندیزونو ته یې لا ډېر زور ورکړی دی.
دغه نړېوال کنفرانس کې به د پاکستان د لومړي وزیر تر څنګ د یو شمېر نورو مسلمانو هېوادونو لوړ پوړ چارواکي برخه واخلي، خو د طالبانو مشر ملا هبت الله چې ځان د مسلمانو امیرالمومنین بولي نه یوازې دا چې په کور دننه له افغانانو نادرکه دی په داسې نړیوالو غونډو کې هم نه را ښکاره کېږي.
د طالبانو دغه افراطي مشر په خپل یو تازه اقدام کې بیا نجونې د طبي لوړو زده کړو څخه هم راګرځولي دي.