پاکستاني ځواکونو تېره شپه د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ توغنديز بریدونه کړي
له سیمې څخه ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د تېرې شپې له دوه بجو راهیسې پاکستاني ځواکونو د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ په ناوه پاس او ځینو نورو سیمو توغندي توغولي دي.
د سرچینې په خبره، د دغو توغندیزو بریدونو له کبله د سرکاڼو ولسوالۍ د بېلابېلو هغو کلیو اوسیدونکو چې ډیورنډ کرښې ته نږدې پراته دي خپل کورونه پرېښي دي.
د عبیدالرحمن رحیمي په نوم یو ځايي اوسیدونکی وايي، د خپلې کورنۍ د خوندیتوب لپاره یې کور پرېښی او د دوی ځنیي نور کلیوال هم اړ شوي، چې د ژمي په سړو سیلیو کې له ماشومانو سره خپل کورونه پرېږدي.
هغه زیاتوي: «د ژمي یخه شپه وه، زیات شمېر کلیوال په پښو روان و، خپل کورونه او مالونه هر څه یې پرېښودل او یوازې یې ځانونه خوندي سیمو ته رسول.»
د دغو توغندیزو بریدونو له کبله لا تر اوسه په سیمه کې د اوښتې مرګ ژوبلې او زیانونو په تړاو کره معلومات نه دي ورکړل شوي.
د طالبانو تر څنګ د پاکستان حکومت هم د توغندیزو بریدونو په تړاو لا څه نه دي ویلي.