خیرالله خیرخواه: د فرهنګي میراثونو ساتنه یوازې د افغانانو دنده نه ده
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزير خیرالله خيرخواه وایي، د فرهنګي میراثونو ساتنه یوازې د افغانانو دنده نه ده؛ بلکې دا د نړۍ د ټولو خلکو ګډ مسوولیت دی، چې له افغانستان سره په دې برخه کې مرسته وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د مرغومې په ۱۹مه نېټه) د اروپايي ټولنې له نوې شارژدافیرې بوسکوویچ پوهار ویرانیکا سره په لیدنه کې کړې دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت لهخوا په دې اړه پر اېکس پاڼه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې دواړو خواوو د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د دغو اثارو د ارزښت او عامه پوهاوي په اړه خبرې اترې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې اغلې بوسکوویچ پوهار ویرانیکا د افغانستان د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.
ورته مهال ښاغلي خیرخواه هم د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې د اروپايي ټولنې له همکارۍ مننه کړې ده او له دغې ټولنې یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې ده.
خو دغې ډلې د دغې لیدنې کوم تصویر نه دی خپور کړی.
د طالبانو اوسنۍ واکمني د خپلې تېرې دورې پرتله په دغې دوره کې د فرهنګي میراثونو پر ساتنې ټینګار کوي او په دې برخه کې یې په وار، وار د نړۍوالو بنسټونو د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه کړې ده؛ خو طالبانو برعکس په خپلې تېره دوره کې د بامیان بودا مجسمه په بمونو الوځولې وه او لا هم پر دغې ډلې تور پورې کیږي چې لرغوني اثار له افغانستانه باسي او نورو هېوادونو ته یې قاچاقوي.