نصیراحمد فایق: ورزش باید سیاسي نه شي، طالبانو ته د سزا ورکولو لپاره نورې لارې هم شته

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق د افغان کرېکټ ملي لوبډلې په ملاتړ وایي، چې ورزش باید سیاسي نه شي او د طالبانو د ځپلو او سزا ورکولو لپاره نورې لارې هم شته.

تر دې وړاندې د برېتانیا د پارلمان څه باندې ۱۶۰ وکیلانو د یوه لیک په لاسلیکولو سره د انګلنډ او ویلز کرېکټ بورډ څخه غوښتي و، چې د طالبانو له‌خوا "د ښځو او نجونو د وحشتناک ظلم او د دوی د حقونو له منځه وړلو په غبرګون د افغانستان پر وړاندې د راتلونکې میاشت چمپینز ټرافي له سیالیو انکار وکړي؛ خو د انګلنډ کرېکټ بورډ د دغه هېواد د پارلمان غوښتنه رد کړه.
د انګلنډ د کرېکټ بورډ مشر ریچارډ ګولډ ویلي و، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو روان چلند غندي؛ خو دغه موضوع د ټولو هېوادونو همغږۍ ته اړتیا لري.
ښاغلي فایق د دغو غوښتنو په غبرګون بیا پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د افغانانو لپاره د یووالي، ویاړ او انعطاف پذیرۍ سمبول دی؛ نه د طالبانو لپاره.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي مېلیونونو خلکو ته هیلې، سوله او خوښۍ وربخښي.

په خواله رسنیو کې هم د کرېکټ د پلویانو له‌خوا د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په ملاتړ کمپاین روان دی.