هسپانیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره یو میلیون یورو مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي، چې هسپانیا له افغانستان سره یو میلیون یورو بشري مرسته کړې ده. یاد سازمان ویلي، چې دغه مرسته د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ورکړل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا نن پنجشنبه د (مرغومي ۲۰مه) په خپله ایکس پاڼه د هسپانیا له دغې بشري مرستې مننه کړې او ویې ویل چې د دوی دوامداره ملاتړ به د افغانانو ژوند وژغوري.
د اوچا د اټکل له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې، چې تازه پیل شوی، په افغانستان کې ۱۴.۸ میلیونه وګړي د ژوندي پاتېېدو لپاره خوراکي توکو او کرنیزو مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي و، چې په ۲۰۲۵ کال کې ۲۱ میلیونه افغانان به د اوبو د کمي، د روغتیایي خدمتونو د نشتوالي، ۱۴.۸ میلیونه خلک به د سخت خوراکي نا خوندیتوب، ۱۴.۳ میلیونه نور به لږو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ولري، همدارنګه ۷.۸ میلیونه مېرمنې او ماشومان به خوراکي مرستو ته اړ وي.
دغه سازمان ویلي چې د ۸۰ سلنه افغانو کورنیو هر غړی د ورځې له یو ډالر څخه کم عاید لاسته راوړي.