د کابل - کندهار پر لویه لاره د یوې ټرافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي

تېره شپه د کابل - کندهار پر لویه لاره د غزني ولایت په اب بند ولسوالۍ کې په یوې ټرافیکي پېښه کې پنځه کسان مړه شوي دي.

په غزني ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد سرحدي وایي، چې دغه پېښه د یوه مساپر وړونکي او بار وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې.

نوموړی کنګل شوي سړکونه، د شپې تیاره او د موټر چلوونکو بې احتیاطي د دغې پېښې لاملونه یاد کړي دي.
‏وړمه ورځ هم په غزني ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ په دغه ولایت کې د دوو ټرافیکي پېښو خبر ورکړی و.
په یوې پېښه کې یو کس مړ شوی و او په بلې پېښه کې بیا چاته زیان نه و اوښتی.
تېره ورځ بیا په بادغیس ولایت کې هم د یوې ټرافیکي پېښې له امله د یوې ښځې په ګډون ۲ کسان مړه شوي وو او یوه بله ښځه بیا ټپي شوې وه.
واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې په افغانستان کې په ټرافیکي پېښو کې د تلفاتو شمېرې لوړې شوې دي.
هره ورځ وخت ناوخت د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو د تلفاتو شمېرې خپرېږي.
له بل پلوه په کابل کې د ايمرجنسي روغتون راپور ورکړی و، چې د ۲۰۲۲ کال له مارچ میاشتې راهیسې د ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې په افغانستان کې د ټرافيکي پېښو شمېره ۷۸،۵ سلنه زیات شوی دی.
دغه راپور، چې (د لېندۍ په ۲۹مه) خپور شو، په کې ویل شوي، چې په دې موده کې د ټرافيکي پېښو شمېر له ۲ زره او ۶۶۲ څخه ۵ زره ۵۲۰ ته لوړ شوی دی.