په خیبر پښتونخوا کې تازه د پولیو یوه پېښه ثبت شوه
د خېبرپښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې په یوې ۱۳ میاشتینۍ ماشومې کې د پولیو یوه تازه پېښه ثبت شوه. له ۲۰۲۴کال راهیسې په ټانک ولسوالۍ کې د پولیو پنځمه پېښه ده، چې ثبتېږي.
د پاکستان د عامې روغتیا وزارت په وینا، د دغې ماشومې څخه د پولیو ناروغۍ بېلګه په ډسمبر میاشت کې اخېستل شوې وه.
له بل پلوه په تېر ۲۰۲۴کال کې په خيبرپښتونخوا کې د پوليو د ثبت شویو پېښو شمېر ۲۱ ته لوړ شو.
په تېر ۲۰۲۴ کال کې د پولیو ۶۹ مثبتې پېښې ثبتې شوې وې.
که څه هم اوسمهال د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د پوليو ويروس کنټرول شوى؛ خو پاکستان او افغانستان دوه داسې هېوادونه دي، چې لا هم دغه ويروس پکې د پراختیا په حال کې دی.
له بل پلوه د ملګرو ملتونو د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۴ زېږدیز کال په افغانستان کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.
دغه سازمان وایي، چې لا هم په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ پېښې شته چې تېر کال په دغو دوو هېوادونو کې ټول ټال ۹۲ ماشومان په دغه ویروس اخته شوي دي.