په پاکستان کې «په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو» تر نامه لاندې کنفرانس جوړېږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت «په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو» تر نامه لاندې د یوه کنفرانس د جوړېدو خبر ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، چې په دې کنفرانس کې د ۴۴ مسلمانو هېوادونو د پوهنتونونو د غړو په ګډون ۱۵۰ نړۍوالو شخصیتونه برخه اخلي.
د خبرپاڼې له مخې، د کنفرانس ګډونوال د بېلابېلو هېوادونو وزیران، سفیران، څېړونکي او د یونسکو، یونېسف او نړۍوال بانک په څېر د نړۍوالو ادارو استازي دي.
ټاکل شوې، چې دا کنفرانس راتلونکې اونۍ د شنبې او یکشنبې په ورځو جوړه شي.
سره له دې چې افغانستان هم مسلمان هېواد دی، خو له تېرو څه باندې درېیو کلونو راهیسې طالبانو په کې د نجونو پر ټولو روزنیزو چارو بندیزونه لګولي دي.
ډېری افغانان تمه لري، چې په دې کنفرانس کې د افغان نجونو پر روان وضعیت هم بحث وشي، خو دا لا روښانه نه ده چې په دې کنفرانس کې به څومره د افغانو نجونو په اړه خبرې وشي او دا هم معلومه نه ده، چې دغه کنفرانس ته طالبان بلل شوي دي او که نه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د دې کنفرانس موخه په اسلامي هېوادونو کې د نجونو د زده کړو پروړاندې د پرتو ستونزو څېړل او دغه راز شته فرصتونه بلل شوي دي.
په خبرپاڼه کې ټينګار شوی، چې په دې ناسته کې به د نجونو پر زده کړو او جنسیتي برابرۍ تمرکز وشي.
ویل کېږي، چې د دې کنفرانس په پای کې به د «اسلام اباد د اعلامیې» تر نامه لاندې یوه تعهدنامه هم لاسلیک شي.
د دې اعلامیې ټینګار د اسلامي هېوادونو په ګډ تعهد دی، چې د زده‌کړو له لارې نجونې پیاوړې کړي.
دغه کنفرانس په داسې حال کې جوړېږي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له څه باندې درېیو کلونو راهیسې میلیونونه نجونې د زده کړو له دوام څخه بې برخې شوې دي.
که څه هم په ځلونو نړۍوالو له طالبانو غوښتي، چې د نجونو د زده کړو پروړاندې خپل بندیزونه لرې کړي، خو طالبانو ټینګار کړی چې د اصلاحاتو په راوستو سره به بیا ځلې د نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېستل شي.
اخوا ډېری افغانان بیا اندېښمن دي، چې د اصلاحاتو د راوستو په پلمه طالبان غواړي د نجونو پر زده کړو د بندیزونو له لارې پر نړۍوالو فشار راوړي، څو د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.