د چین په تبت کې پرونۍ زلزلې له ۱۲۰ زیات کسان مړه کړي دي

چینايي چارواکو ویلي، یوې زورورې زلزلې د سې شنبې په ورځ د تبت شیګاتسي ښار ولړزاوه، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۲۶ کسان مړه شول او ۱۸۸ نور ڼپیان دي.

د چارواکو په خبره، په دغې زلزله کې سلګونه کورونه هم نړیدلي دي.
ویل کېږي، چې په شیګاتسي کې شاوخوا ۸۰۰ زره خلک اوسېږي.
د دغې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۶.۸ درجې ښودل شوی دی؛ خو د امریکا د ځمک پېژندنې ادارې بیا د دغې زلزلې شدت ۷.۱ ښودلی دی.
دغې زلزلې په ګاونډي نیپال، بوتان او هند کې هم ځینې ودانۍ ولړزولې.
دغه زلزله د سې شنبې په ورځ په ځایي وخت د سهار په نهو بجو شوې وه.
د چين ولسمشر شي جېن پېنګ وایي، د تلفاتو د کمولو او د زيانمنو شويو خلکو د بيا ځای پر ځای کولو لپاره بايد د لټون او ژغورنې ټولې هڅې وشي.
شینهوا راپور ورکړی، چې درې ښارګوټي او ۲۷ کلي د زلزلې د مرکز په ۲۰ کیلومترۍ کې پراته دي چې ټول نفوس یې شاوخوا ۶۹۰۰ دی او له ۱۰۰۰ څخه ډېر کورونه په کې زیانمن شوي دي.
په ۲۰۱۵ کال کې د نیپال پلازمېنې کتمندو ته څېرمه د ۷.۸ درجې یوې زلزلې ۹۰۰۰ کسان ووژل او زرګونه نور یې ټپیان کړل.
د نیپال د پولیسو ویاند بشوا اډیکاري وویل، یو کس په کتمندو کې هغه وخت ټپي شو کله چې هغه د زورورې زلزلې احساس کولو وروسته د کور له سره د باندې ټوپ کړ.