امریکا د خپلو پخوانیو همکارانو د لیږدولو بهیر غځولی دی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي چې د خپلو افغان همکارانو د لیږدولو چاره یې غځولې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ د (مرغومي ۱۹مه) پخپلې اېکس پاڼه لیکلي چې د خپلو افغان همکارانو ملاتړ او د هغوی د لیږدولو بهیر یې غځولی دی.
ښاغلي بلینکن دا رنګه لیکلي: «موږ به د خپلو هغو همکارانو ملاتړ او د هغوی د کورنیو د لیږد چاره روانه وساتو چې په تیرو شلو کالو کې یې زموږ سره په افغانستان کې اوږه په اوږه کار کړی.»
هغه وایي هېواد یې د خپلو همکارانو تر څنګ ولاړ دی او په دې برخه کې به خپلې ټولې ژمنې ترسره کړي.
تر دې میاشت وړاندې د امریکا استازو جرګې هم د «افغان همکارانو» د ملاتړ قانون تصویب کړ چې په هغه کې امریکا ته د دغو افغانانو د کورنیو د لیږدولو مسله هم یاده شوې وه.
له هغه مهاله چې په امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې او ډونالد ټرمپ په کې ګټونکی اعلان شو، نو له ګڼو افغانانو سره دا اندېښنې پیدا شوې چې ګواکې د دوی د لیږدولو بهیر به په ټپه ودریږي، خو پخپله ټرمپ او د هغه همکارانو د هغو ناقانونه کډوالو د ایستلو مسله یاده کړې وه، چې په ناقانونه لارو هغه هېواد ته د مهاجرت تکل کوي او د قانوني کډوالو په اړه یې ګواښ نه و کړی.
دمګړۍ زرګونه افغانان چې د امریکایي ځواکونو سره یې په بېلابېلو برخو کې کار کړی، په افغانستان او یو شمېر ګاونډیو هېوادونو کې امریکا ته د تګ لپاره په تمه دي.